په سوریه کې له سیاسي موافقې پرته داعش نه ماتیږي
اوباما دا خبرې په فلیپین کې د آسیا – آرام سمندر د هیوادونو د غونډي نه بهر د کاناډا د صدراعظم سره وکړې.
ولسمشر اوباما وايي چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف هڅې به تر هغو بریالۍ نه شي چې په سوریه کې کومه سیاسي موافقه را نه شي.
اوباما وویل چې دی په دې باور نه لري چې د داسې موافقې په کېدو سره دې جمهوررئیس بشارالاسد په قدرت کې پاته شي.
اوباما وویل چې دا د تصور وړ خبره نه ده چې د بشارالاسد په موجودیت کې، چې د سوریې زیاتره خلګ هغه “یو ظالم او قاتل دیکتاتور بولي،” د سوریې کورنۍ جگړه پای ته ورسیږي.
جمهور رئیس اوباما دا هم وویل چې ” بشار اسد خپل قانوني دریځ بیرته نه شي ترلاسه کولای، او که په حقیقت کې هغه په قدرت کې پاته هم وي، د دې نه بغیر چې دا په نظر کې ونیسو چې بهرني قوتونه څه کولای شي، بیا به هم د سوریې ډیر زیات خلک په جگړو اخته وي.”
اوباما دا خبرې په فلیپین کې د آسیا – آرام سمندر د هیوادونو د غونډي نه بهر د کاناډا د صدراعظم سره وکړې.
نړیواله ټولنه د درېیو کلنو نه ډیر وخت کیږي چې په دې کار کوي چې په سوریې کې جګړه ختمه کړي. په سوریې کې جګړې ۲۵۰ زره کسان وژلي دي.
د سوریې په اړه د نړیوالې ټولنې د غونډو اصلي هدف دا دی چې په سوریې کې سیاسي انتقال رامنځ ته شي.
خو د نړیوالې ټولنې غړي د بشارالاسد د سیاسي سرنوشت په اړه اختلافات لري.