د مالي پر یوه هوټل د وسله والو ډله ایز برید شوی
د مالي ولسمشر چې د یوې نړيوالې غونډې لپاره یې چاد ته سفر کړی وو خپل سفر لنډ کړی او بېرته به په څو ساعتونو کې په پلازمېنه کې وي.
مالي چې رسمي نوم یې د مالي جمهوریت دی، د افریقا په لویدیځ کې پروت هېواد دی. مالي د افریقا لویې وچې ۸ لوی هېواد دی او شاوخوا ۱۴.۵ مېلیونه نفوس لري. پلازمېنه یې د باماکو ښار دی.
د ۲۰۱۲م کال په جنوري کې د مالي په شمالي سیمو کې د حکومت او توارېګ یاغیانو تر منځ وسله وال کړکېچ پیل شو.
یاغیانو ډېرې شمالي سیمې ونیولې او د ازاواد په نوم یې خپلواک دولت اعلان کړ. دغه کړکېچ له هغه وروسته نور هم وغځېد چې د توارېګ یاغیانو او په سیمه کې د اسلامپالو تر منځ جګړه پیل شوه.
د ۲۰۱۳م کال په جنوري میاشت کې د فرانسې او مالي پوځي ځواکونو په ګډه د یاغیانو پر وړاندې عملیات پیل کړل او د یوې میاشتې له جګړې وروسته یې د شمالي مالي ډېرې سیمې بېرته ونیولې.
د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۳ کال په جولای او پارلماني ټاکنې بیا هماغه کال په دسمبر کې ترسره شوې.
باماکو کې د چین سفارت تائید کړې چې په هوټل کې د یرغمل شویو کسانو تر منځ ۱۰ چینایان دي.
په هوټل کې یرغمل یوه چینایي مېلمه د ټولنیزو رسنیو له لارې د چین شینهوا خبري اژانس ته ویلي چې دی او یو شمېر نور چینایان هم په دغه هوټل کې د یرغملو کسانو تر منځ دي.
یوې امنیتي سرچینې ویلي چې وسله والو کسانو د هوټل ودانۍ ته د ننوتو پر مهال ډزې کولې او د “الله اکبر” نعرې یې وهلې.