هند په نړۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ عمده مرکز دی چې د نړۍ په سلو ٢٣ پیښې په دې هیواد کې رامنځ ته کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر ٢٠٣٠ پورې د نري رنځ یا تبرکلوز په له منځه وړلو کې د هند ونډه خورا مهمه ده او دا هیواد باید ددې ناروغۍ د کنتروD8E5D2C2-8489-4CF4-8CE5-11715BC324F1_w640_r1_sل لپاره بودجه وټاکي. د روغتیا نړیوال سازمان د هند د حکومت د روغتیایي پروگرامونو د کمیدو په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

هند په نړۍ کې د نري رنځ د ناروغۍ عمده ټاټوبی دی چې د نړۍ د تبرکلوز په سلو ٢٣ پیښې په دې هیواد کې رامنځ ته کیږي او تیر کال په کې د ځیگر د مکروبي ناروغۍ له کبله ٢٢٠٠٠٠ زره کسان مړه شوي دي. دا ناروغي د ټوخي او پرنجي له لارې یو بل ته سرایت کوي.

د نري رنځ پر وړاندې مبارزین په هند کې د مړینو پړه د ناروغۍ د سرایت د مخنیوي په کمزورتیا، نه پاملرنه او په کم روغتیایي لگښت اچوي، خو بیا هم د هند د تبرکلوز د مخنیوي پروگرام د ١٩٩٠ څخه تر ٢٠١٣ پورې دا ناروغي له نیمایي څخه زیاته راکمه کړې ده.

د نړیوال روغتیایي سازمان د تبرکلوز د پروگرام رئیس ماریو راویگیلیون وایي د هند مبارزه تر ډیره حده یوه مثبته او بریالۍ کیسه ده، خو د هغه په وینا که هند زیاته هڅه ونه کړي نو دا بریالیتوب به نیمگړی شي.

ښاغلی راویگیلیون وایي ” که یو حکومت د روغتیایی چارو بودجه راکمه کړي، تاسې نه شئ راضي کیدای. دا یو عمده نیمگړتیا ده چې باید سمه شي.”

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ټولنیزو لگښتونو باندې د ټینگ کنترول په وجه له نیوکو سره مخامخ دی. حکومت تیر کال د روغتیایي چارو فدرالي بودجه په سلو کې شل راټیټه کړه چې دلیل یې د پانگې کموالی ذکر شوی دی.

د جولای د میاشتې یو رپوټ څرگندوي چې د نري رنځ پروگرام د پانگې د نشتوالي په وجه ورو شوی دی. نوي ډهلې د ٢٠١٢ څخه تر ٢٠١٥ پورې د تبرکلوز د کنترول او مخنیوي لپاره ٢۴٣ میلیونه ډالر ځانگړي کړي په داسې حال کې چې د ۴٣٢ میلیونو ډالرو غوښتنه شوی وه.

د پراخو غیر صحي او ناسالمو شرایطو، فقر او د عامه روغتونونو د نشتوالي په وجه په هند کې د نري رنځ په وړاندې مبارزه خورا حساسه او مهمه ده. همداشان د عامه پوهاوي د ټیټې کچې او په دې ناروغۍ باندې د اخته توب په خاطر ټولنیز شرم د دې افت د له منځه وړلو هڅې نیمگړې کړې دي.

تبرکلوز تیر کال په نړۍ کې یو عشاریه یو میلیون کسان ووژل او په دې توگه د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه په مړینو کې د اچ آی وي یا ایډز د ناروغۍ څخه مخکې شو.

د افغانستان، اندونیزیا او چین په شان نور هیوادونه هم د توبرکلوز د ناروغۍ له جدي خطر سره مخامخ دي.

د نویو شمیرو له مخې چې د افغانستان د روغتیا وزارت وړاندې کړي دي د نري رنځ ناروغي په کال کې د ۱۳ زرو کسانو ژوند اخلي او هر کال په افغانستان کې شاو خوا ۵۸ زره کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *