د سورئي اردو د دیر الزورپر هوائي آدې د «داعش» بريد په شا تمبولی دي داعش ترهګرۍ ډلې وسله والو کسانو د جمعي په ورځ د سورئي په شمال کې د دیر الزور پر پوځي هوايي ډګر د بريد هڅه وکړه401741 .

د هوايي آډې ساتونکو وکولای شول ددوی بريد شنډ کړي او ۲۵ ترهګر يي ووژل. دامطلب ريانووستي اژانس د پوځي سرچيني له قوله ورکړی دي. « د هوايي ډګر پوځي مدافعينو د اسلامي دولت حملې چې له ختيځ — شمال ختيځ او سهيل ختيخ لورې څخه تر سره شوي شڼډې کړې. ددغو پوځي عملياتو په ترځ کې ۲۵ وسله وال کسان وژل شوي دي. د سوريي هوائي ځواکونو هم پر وسله والو ترهګرو ګوزارونه کړي دي. — دغه هوآيي بريدونو خمکني ځواکونو ته ددې امکانات برابر کړل ، چې د دښمن حملي په شا وتمبوي او تعرضي جګړه ئي پيل کړه » دامطلب نوموړی آژانس ته څرګند کړی دي.

د دیر الزورپر ولايت زياته برخه «اسلامي دولت» کنترولوي. په دغه ولايت کې پوځي هوايي ډګر د حکومت مظبوط مرکز دي. ترهګز تل هڅه کوي پر دغه هوايي ډ ګر حمله وکړي.

تر ټولو ستره حمله د سپتمبر په مياشت کې رامنځته شوه چې ۱۵ ساعته يي دوام وکړ. خو د سوريي اردو د هوايي الوتکو په ملاتړ د دښمن حمله شنډه کړه او دهوايي ډګر شاوخوا کلي ئي د «اسلامي دولت» د وسله والو څخه پاکې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *