جمهور رئیس اوباما اوس هم د ګوانتانامو د زندان د بندولو په پلان ټینګار کوي. پدې زندان کې شاوخوا ۱۰۷ تنه بندیان دي. اکثره دا بندیان د لسو کالونو نه د زیات وخت راهیسي هلته بندیان دي5C7C3C55-3482-4F9C-9FCC-BC34CC365F2F_w640_r1_s.‌

سپینه ماڼۍ او د دفاع وزارت چارواکي د څو میاشتو راپدیخوا د ګوانتانامو د زندان د بندولو په پلان کار کوي

جمهور رئیس اوباما چې په مانیلا کې د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډیو سره یې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وینال کوله، دا یې ومنله چې د پاریس په ښار کې د تروریستي بریدونو نه وروسته به د هغه د پلان په مقابل کې به د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ځینو غړیو لخوا مقاومت وښودل شي

” زه تاسو ته ضمانت درکوم چې د پاریس د برید نه وروسته به زما د پلان په خلاف جدي مقاومت وښودل شي. زه فکر کوم کله نا کله خلک غواړي مونږ داسې کار وکړو چې زمونږ د خوندیتوب لپاره ښه نه وي او یوازې د سیاسي ګټو لپاره وي.‌”

جمهور رئیس اوباما همدرانګه وویل، هیله مند دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د ګوانتانامو په زندان کې یوازې سل تنه بندیان پاتې شي. د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست دوره د ۲۱۰۷ م کال د جنوري په میاشت کې پای ته رسیږي.

د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په متحده ایالاتو د تروریستي بریدونو نه وروسته پرانیستل شو او یو وخت پکې د بندیانو شمیر اتو سوو تنو ته رسیده.

یو شمیر بندیان په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شول او ځیني نور یې بیا هغو هیوادونو ته واستول شول چې د بندیانو د منلو سره یې موافقه کړې وه مګر اوس هم زیات شمیر بندیان پدې زندان کې پاتې دي.

امریکایي چارواکي وایي دغه کسان پدې خاطر نشوی محاکمه کولی ځکه چې د هغوي نه د نیولو پر وخت د شکنجې او د تحقیقاتو د سختو تخنیکونو لا لارې اعترافونه اخیستل شویدي.

امریکایي چارواکي همدرانګه وایي یو شمیر بندیان ډیر خطرناک دي او‌ په همدې خاطر یې نورو هیوادونو ته نشی لیږلی..‌

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *