اوباما د ګوانتانامو د زندان د بندیدو په پلان ټینګار کوي
جمهور رئیس اوباما اوس هم د ګوانتانامو د زندان د بندولو په پلان ټینګار کوي. پدې زندان کې شاوخوا ۱۰۷ تنه بندیان دي. اکثره دا بندیان د لسو کالونو نه د زیات وخت راهیسي هلته بندیان دي.
سپینه ماڼۍ او د دفاع وزارت چارواکي د څو میاشتو راپدیخوا د ګوانتانامو د زندان د بندولو په پلان کار کوي
جمهور رئیس اوباما چې په مانیلا کې د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډیو سره یې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وینال کوله، دا یې ومنله چې د پاریس په ښار کې د تروریستي بریدونو نه وروسته به د هغه د پلان په مقابل کې به د جمهوري غوښتونکو د ګوند د ځینو غړیو لخوا مقاومت وښودل شي
” زه تاسو ته ضمانت درکوم چې د پاریس د برید نه وروسته به زما د پلان په خلاف جدي مقاومت وښودل شي. زه فکر کوم کله نا کله خلک غواړي مونږ داسې کار وکړو چې زمونږ د خوندیتوب لپاره ښه نه وي او یوازې د سیاسي ګټو لپاره وي.”
جمهور رئیس اوباما همدرانګه وویل، هیله مند دی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د ګوانتانامو په زندان کې یوازې سل تنه بندیان پاتې شي. د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست دوره د ۲۱۰۷ م کال د جنوري په میاشت کې پای ته رسیږي.
د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په متحده ایالاتو د تروریستي بریدونو نه وروسته پرانیستل شو او یو وخت پکې د بندیانو شمیر اتو سوو تنو ته رسیده.
یو شمیر بندیان په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شول او ځیني نور یې بیا هغو هیوادونو ته واستول شول چې د بندیانو د منلو سره یې موافقه کړې وه مګر اوس هم زیات شمیر بندیان پدې زندان کې پاتې دي.
امریکایي چارواکي وایي دغه کسان پدې خاطر نشوی محاکمه کولی ځکه چې د هغوي نه د نیولو پر وخت د شکنجې او د تحقیقاتو د سختو تخنیکونو لا لارې اعترافونه اخیستل شویدي.
امریکایي چارواکي همدرانګه وایي یو شمیر بندیان ډیر خطرناک دي او په همدې خاطر یې نورو هیوادونو ته نشی لیږلی..