روسيه او لبنان ، د «داعش» پر ضد د ر ښتيني نړيوال ائيتلاف د جوړولو غوښتونکې دي
روسيه او لبنان ، د «داعش» پر ضد د ر ښتيني نړيوال ائيتلاف د جوړولو غوښتونکې دي
روسيه او لبنان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د يٍواځني جهانې ايتلاف غوښتونکې دي.دامطلب د روسيي د بهرنيو چارو وزير سرګې لوروف د خپل لبناني سيال جبران باسیلیوسره دخبرو اترو په پائيله کې څرګند کړی دي.
« موږ په يو لوی چوکاټ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر خبري کړي دي. — «اسلامي دولت» ، — کوم چې فعاليت يي د روسيي په خاوره کې بند دي.
دغه ترهګره ډله اوس په سوريه عراق او نورو هېوادونو کې فعاليت کوي او د خلافت اعلان ئي کړی دي» — دامطلب لوروف څرګند کړ.
« اسلامي دولت ـ موږ ټولو ته ګواښ دي يوازنی لاره داد چې د ملګرو ملتونو دامنيت شورا د خپلو کارو نو په لومړيتوبونو کې دې ټکې ته پاملرنه وکړي چې ددغه ستونزې سره د مبارزې دپاره یو بین المللي حقوقي چار چوب جوړ شي. ددې کارد عملې کولو دپاره يو رښتني نړيوال ائيتلاف اړتيا ليدل کيږي تر څو دغو ګواښونو ته ځواب ووايي — دامطلب لوروف څرګند کړ. — موږ به د روسيي دولسمشر ولاديمير پوتين نوښت چې په نيويارک کې يي وړاندې کړه. ددغې شومي پدېدي پر وړاندې خپلو بین المللي هلو ځلو ته دوام ورکوو ».