ولسمشر د زابل له برمته شوو سره وليدل

ولسمشر محمداشرف غني له هغو ازاد شوو کسانو سره چې په زابل ولايت کې برمته شوي وو، د ليدنې پر مهال ويلي، دولت هوډ لري څو عدالت ټينګ کړي او د دې قضيې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري12239234_892496477493262_2650335500039196103_o.

دغه ناسته چې د ولسمشر دواړو مرستيالانو عبدالرشيد دوستم او سرور دانش هم په کې ګډون درلود، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

ولسمشر غني، د دغو کسانو د ازادېدو او له خپلو کورنيو سره له يو ځاى کېدو د خوښۍ ترڅنګ د هغو اوو وژل شوو کسانو روح ته دعا وکړه چې په ياده پېښه کې يې د برمته کوونکو له لوري سرونه پرې کړل شوي وو او دغه راز يې د هغوى له کورنيو سره خپله همدردي څرګنده کړه.

ولسمشر زياته کړه: “دولت هوډ لري څو عدالت ټينګ کړي او د برمته کولو د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.”

هغه په پاى کې اړوند چارواکو ته لارښوونه وکړه، څو له راخوشي شوو کسانو سره د مرستو کولو تر څنګ د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره هم مرستې وکړي.

د زابل سيمه ييزو سرچينو د لړم مياشتې په ١٧مه نېټه ويلي وو چې د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اووه اوسېدونکي چې دری ښځې، يو ماشوم او دری سړي په کې شامل وو، د زابل ولايت د لارې په اوږدو کې د داعش ډلې د ازبکستاني غړو له لوري تښتول شوي او له هغه وروسته ترې سرونه پرې کړل شوي دي.

تر اوسه پورې د دې پېښې جزئيات نه دي څرګند شوي او داعش هم تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى، خو دا جنايت د دې لامل شو څو په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې پراخه لاريونونه ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *