2AD96116-BB0E-456C-AE7F-47A6771359F1_w640_r1_s_cx0_cy10_cw0شپږ میاشتې وړاندې طالبانو دا ولسوالۍ د لنډې مودې لپاره ونیوله چې بیا وروسته افغان امنیتي ځواکونو بیرته ونیوله.

د بدخشان ولایتي چاراکي وایي نن سهار بیا چې ددغه ولایت د یمګان په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار امریکا غږ ته وویل چې لسګونو وسله والو طالبانو پر یمګان ولسوالۍ حمله کړې او له نن سهار راهیسې جګړه روانه ده.

ښاغلي بیدار وویل چې د یمګان ولسوالۍ ته غځیدلې ټولې لارې تړل شوي او د مرکز سره د دغې ولسوالۍ مخابراتي اړیکې پرې شوي دي.

ښاغلي بیدار وویل ” پخپله د یمګان په ولسوالۍ کې جګړه په شدت سره روانه ده، او انتنونه قطع شوي دي لارې هم بندې دي کمکونه کیدای شي د هلیکوپترو پواسطه سیمې ته ورسیږي”.

هغه وویل چې په جګړه کې د تلفاتو په باب لا دقیق معلومات په لاس کې نه لري.

طالبانو په یو بیان کې د یمګان د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي چې د یمګان د ولسوالۍ مرکز او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ او شاوخوا پوستې یې نن نیولې دي.

طالبانو ویلي چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته یې د سر زیان هم اړولی دی.

خو د بدخشان د والي مرستیال د طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ادعا رد کړې ده.

طالبانو شپږ میاشتې وړاندې د څو ورځو لپاره د یمګان ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولې وه چې بیا افغان امنیتي ځواکونو بیرته له طالبانو ونیوله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *