د پاریس څنډو کې د امنیتي ځواکونو عملیات، یوه ښځه یو سړی وژل شوي151118063451_paris_operation_640x360_afp_nocredit

امنیتي ځواکو ګهیځ وختي د مشکوکو بریدګرو موندلو په موخه عملیات پیل کړل

فرانسه کې چارواکي وايي د پلازمېنې پاریس څنډو کې د پولیسو او پوځ ګډو عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي دغه عملیات یاد ښار کې تېره اونۍ د بریدونو عاملینو لټون بهیر کې شوي دي.

دوی وايي عملیاتو پنځه ساعته دوام کړی او په ترڅ کې یې د ګڼو چاودنو او سختو ډزو غږونه اوریدل شوي دي.

چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد ځواکونو د سینټ ډینس سیمه کې عملیات کړي او د عملیاتو پر مهال یې سیمې ته غځېدلې لارې تړلې وې.

د عملیاتو هدف د اپارتمانونو یو بلاک ښوول شوی دی.

د عملیاتو پایله کې د یوې ځانمرګې مېرمنې په شمول دوه کسان وژل شوي او ګڼ پولیس ټپیان دي.

سینټ ډینس مرستیال ښاروال سټېفن پیو ځايي اوسېدونکو نه وغوښتل، چې کورونو کې دننه پاتې شي

خبریال وايي پولیس په دې باور دي، چې دغه ځای کې د بریدونو مشکوک پلان جوړونکی عبدالحمید اباعود موجود دی. لومړی داسې فکر کېده، چې نوموړی سوریې کې دی.

بل لور ته د فرانسې لوی څارنوال دفتر مسوولینو ویلي، چې د امنیتي ځواکونو ځانګړو ځواکونو له یاد اپارتمانه درې کسان او له شاخوا نه یې یوه مېرمن او یو سړی نیولي دي.

‘سټیډ ډي فرانس’ نومي هغه لوبغالی هم دغه سیمه کې موقعیت لري، چې د جمعې په ورځ پرې برید شوی و.

پولیس وايي د بریدګرو د لټون عملیات ګهیځ وختي له ځايي وخت سره سم نژدې څلورنیمې بجې پیل شول.

سینټ ډینس مرستیال ښاروال سټېفن پیو له ځايي اوسېدونکو نه وغوښتل، چې کورونو کې دننه پاتې شي.

نوموړي خلکو ته وویل، چې ‘ دا کوم نوی برید نه دی، بلکې امنیتي ځواکونه عملیات کوي.’

له دې مخکې فرانسوي چارواکو ویلي و، چې ویډیويي انځورونو کې یې نهم مشکوک بریدګر لیدلی دی.

د جمعې په شپه د فرانسې پلازمېنې پاریس کې شپږو بېلو بریدونو کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.

سټیډ ډي فرانس نومي هغه لوبغالی هم دغه سیمه کې موقعیت لري، چې د جمعې په ورځ پرې برید شوی و

امنیتي چارواکي وايي هغه ګاډي، چې بریدګرو کارواه دریم ناست کس پکې لیدل کېږي.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې نهم بریدګر هغو دوو کسانو نه دی، چې بلجیم کې نیول شوي او که تښتېدلی دی.

دغو بریدونو کې له اتو ښکېلو بریدګرو نه د یوه صالح عبدالسلام موندلو لپاره هم پراخ عملیات کېږي او پولیسو هغه ګاډی تالاشي کړی، چې نوموړي به کرایه تر لاسه کړی و.

دغه رینو کلیو ډوله تور رنګه ګاډی بلجیم کې رجستر شوی او پولیسو د پاریس شمال کې مونتمارترې نومي سیمې کې ولاړ موندلی و.

پلټونکي فکر کوي، چې بریدګر له بلجیم نه همدغه ګاډي کې راوړل شوي وو، چېرې چې دوی د بریدونو پلان جوړ کړی و.

دغو بریدونو تېره اونۍ فرانسه ولړزوله او سخت دریځې اسلامي دولت نومي وسله والې ډلې د دغه برید پړه منلې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *