د يمن ولسمشر منصور هادي بېرته خپل هېواد ته ستون شوی

څو ورځې وړاندې د يمن لومړی وزير هم چې څو مياشتې له هېواده بهر و بېرته خپل ملک ته ستون شوی و150328085428_mansoor_hadi_640x360_ap

راپورونه وايي د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي بېرته خپل هېواد ته تللی دی.

یوه ورځ له هغه وروسته چې د يمن حکومت ته وفادارو ځواکونو د حوثي ياغيانو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړل، ولسمشر هادي پس له شپږو مياشتو وروسته بېرته عدن ته ستون شوی دی.

ویل کېږي دی غواړي په خپله د حوثي ياغيانو پر وړاندې د جګړې مشري پر غاړه واخلي.

څو ورځې وړاندې د يمن لومړی وزير هم چې څو مياشتې له هېواده بهر و بېرته خپل ملک ته ستون شوی و.

دا لومړی ځل نه دی، چې د يمن ولسمشر خپل هېواد ته ستنېږي، تېر سپټمبر مياشت هم منصور هادي، لومړی وزير او د کابينې ځينې غړي عدن ته تللي وو، خو د مخالفو وسله والو ډلو له پرمختګ وروسته بېرته عربستان ته وتښتېدل.

لومړي ځل تېر کال سپټمبر مياشت کې حوثي ياغيان پلازمېنې صنعا ته ننوتلي او قدرت يې ترلاسه کړی و، چې له کبله يې ولسمشر هادي په فبرورۍ مياشت کې د صنعا پرېښودو ته مجبور شو او خپل حکومت يې عدن ښار ته ولېږداوه.

عدن ښار ته د حوثي ياغيان او د ملاتړو له پرمختګ وروسته عبدربه منصور هادي د دې ښار پرېښودو ته هم اړ ايستل شو او سعودي عربستان ته ولېږدېد.

هلته یې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي ياغيان پر وړاندې ایتلاف جوړ کړ، دا ايتلاف له اوږدې مودې راهيسي پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کوي. څه موده وړاندې سعودي او ايتلافي ځواکونو په يمن کې ځمکني عمليات هم پيل کړل.

د ملګرو ملتونو د راپورونو او شمېرو له مخې په تېرو اتو مياشتو کې د دې جګړې له امله ۵۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

اوس مهال د يمن ولسمشر په يوه ماڼۍ کې ځای پر ځای شوی چې د جګړو له کبله يې ډېر زيان ليدلی و او بيا د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته بيا جوړه شوه.

د شنبې په ورځ د حوثي ياغيانو او ولسمشر هادي ته وفادارو ډلو تر منځ جګړه کې ۴۵ جنګيالي وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي د ايتلافي ځواکونو الوتکو د سې شنبې په ورځ د حوثي ياغيانو پر هدفونو ګڼ شمېر هوايي بريدونه هم کړي دي.

د يمن شمالي سيمو شيعه حوثي ياغيان چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړ ورسره دی، د پلازمېنې صنعا په ګډون ځينې برخې له حکومتي ځواکونو ونيولې او په مارچ مياشت کې حکومت لرې کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *