امريکا او ددو ملگرو هيوادونو په سوريه کي د ترهگرd پر وړاندې په مبارزه کي خطرناکه لوبه په لاره اچولي

د روسيي بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف د داعش پر وړاندې د امريکا په مشری د ايتلاف بريدونه تر ډيره گټور نه دي او داعش د تير کال په پرتله ديری سيمي نيولې دي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، په سrussiaوریه کې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه د تیر کال اګست میاشتی راهیسی پیل شوي خو د دې ډلې ډيری مرکزونه او د وسلو ساتنځایونو ته زیان نه دی رسیدلی.

د لاوروف په وینا: امریکا او ددوی ملګرو هیوادونو په سوریه کې خطرناکه لوبه په لاره اچولې ده او په سیمه کې د امریکا او ددوی ملګرو هیوادونو د موخو اصلي درک ستونزمن دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې امریکا غواړي د سوریې حکومت د داعش په وسیله کمزوری کړي خو له دې سره نغواړي چې دا ډله تر ډيره ځواکمنه هم شي.

لاوروف په امریکا نیوکه کړې یولي یې دي دا هیواد په سوریه کې سکولار حکومت چې د ټولو اقوامو حقونو او مذهبونو ته درنښت ولري له ګواښ سره مخ کړی دی. او له کله چې امریکا د داعش پر وړاندې په سوریه کې عملیات پیل کړي نه یواځې چې دا ډله کمزوره شوې نه ده بلکې ډيری سیمې یې هم نیولي دي.

بله خوا روسیې په سوریه کې د داعش پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی د روسیې دفاع وزارت په سوریه کې د نومه وړې ډلې پر وړاندې د ستراتیژیکو بمونو له کارولو خبر ورکمړی دی

یوه بل روسي پوځي چارواکي هم ویلي: د داعش پر وړاندې اوه دیرش نورې جنګې الوتکې هم په ماموریت ګمارل شوې او روسیې له مدیترانې سمندر څخه په سوریه کې د داعش پر مرکزوو او وسلو ساتنځایونو د کروز توغندیوو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *