د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلين نيول شوي دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/44048376-2771-4FF2-9100-D7BFAE142CE4_w640_r1_s.jpg)
عطاء الله خوګياڼی وايي دغه محصلين د سويلي ولايتونو، لغمان، لوګر، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو دي
د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې ځایي چارواکو تایید کړې چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلين نیولي دي.
دغو کسانو کابو ۱۰ورځې وړاندې د طالبانو او داعش ډلې د بیرغ په پورته کولو سره د حکومت پر ضد لاریون کړی وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي وویل، لسګونه محصلین يې تېره شپه د عملیاتو په لړ کې نيولي او د تښتېدلو محصلینو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.
که څه هم ده کره شمېره ور نه کړه، خو د ننګرهار يو شمېر امنيتي چارواکو رسنيو سره په خبرو کې د نيول شويو محصلينو شمېر ۲۷ ښوولی دی.
لاریون کوونکو د طالبانو او داعش ډلې د بیرغ پورته کولو او د حکومت ضد شعار ورکولو دلایل اداري فساد او د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ستونزو ته نه پاملرنه یاده کړې وه.
د محصلینو دې کار افغانستان کې د خلکو کلک غبرګون راوپاراوه او ډېرو د هغوی د نیول کېدو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار ولایت ویاند وایي، ځېنې نیول شوي محصلین له مخالفینو سره لاس لري.
عطاء الله خوګياڼی وايي دغه محصلين د سويلي ولايتونو، لغمان، لوګر، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو دي.
ده وويل د دغو کسانو د نيولو امر د مرکزي حکومت او ځايي ادارې له لوري شوی دی.
ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د ناامنو ولايتونو په کتار کې دی او له طالبانو پرته د اسلامي دولت ډلې داعش فعاليتونه هم په کې پراخ شوي دي.