د اندړو دولت پلوه ځواكونو ناامني زېږولې
امرخېل: د اندړو دولت پلوه ځواكونو ناامني زېږولې د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل وایي، د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو او دولت پلوه وسله والو په لیکو کې د مفسدو کسانو شتون د نا امنیو د زیاتیدو لامل شوی دی.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وویل، د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې ځینې مفسد کسان شته چې د خلکو پر نوامیسو په تیري، له خلکو څخه د باج پر اخستلو، سړي تښتونو، غلا و او ګڼو نورو غیر قانوني کړنو لاس پورې کوي .
نوموړي زیاته کړه، د دولت پلوه ځواکونو له لوري له خلکو سره دغه راز چلند په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو د پیدا کېدو او د هغوی د صفوفو د ځواکمنیدو سبب شوی دی.
امنیه قومندان وایې د خلکو له نوامیسو، مال او سر څخه ساتنه د دوی دنده ده او په وینا یې د اندړو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د دوو قومندانانو رحمت او نور محمد د نیولو امر یې هم صادر کړی دی.
هغه له وکیلانو غوښتنه وکړه چې له دې کسانو څخه دې دفاع نه کوي، خو په مشخصه توګه یې د کوم وکیل نوم یاد نه کړ.
امرخیل وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورته د مفسدو کسانو موجودیت او د هغوی له لوري پر ولسي خلکو تېری يا ځورونه ورته د زغملو او منلو وړ نه ده بلكې پر وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي.
د یادوني وړ ده چې په اندړو ولسوالۍ کې سیمه يیزو پولیسو وړمه ورځ هم یو څاه کیندونکى ملکي وګړی په ډیرې بي رحمۍ وژلی و او تیره ورځ هم ګڼو اندړ میشتو قومي مشرانو تور پورې كړ چې د ولسي پاڅونوالو او سیمه يیزو پولیسو له لوري یې پر کورونو تېرى شوى دى.
دوى ويل، كه دولت د دغو چارو مخه ونه نيسي، نو د اندړو خلك به خپله وسله واخلي او د دولت پر وړاندې به ودرېږي.