لاوروف د تروریزم پر ضد مبارزی لپاره د پراخه ایتلاف جوړولو وړاندیز کړی دی398836

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف څرګنده کړی، چی روسیه، فرانسه او نور هیوادونه باید د تروریزم پر ضد مبارزه کی سره یو شی.

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د فرانسی په سفارت کی په هغه کتاب کی چی په پاریس کی د وروستیو تروریستی بریدونو غندنی لپاره پرانستل شوی وو، کښلی:« د «اسلامی دولت» د ډلی وحشی پلانونه باید خنثی شی. زمونږ غم او زمونږ قهر باید مونږ سره روسیی، فرانسی او نورو هیوادونو سره د تروریزم پر ضد مبارزه کی مرسته وکړی، چی نوری د دوهمی درجی ستونزی پریږدو او پراخه پوځی ایتلاف جوړ کړی».

نوموړی د فرانسی خلکو او چارواکو ته د دغی غمیزی له کبله چی د نوامبر د میاشتی په ۱۳ مه نیټه راپیښ شول، د روسیی د مشرتابه په استازیتوب د خواخوږی ژور مراتب څرګند کړل.

سرګی لاوروف څرګنده کړه، چی روسیه چمتو ده، زر تر زره هغه وړاندیز چی د سپتامبر په میاشت کی د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د تروریزم پر ضد د ایتلاف جوړولو لپاره وړاندی شوی وو، پلی کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *