قومي مشران : په شينوارو کې بهرني وګړي نه پرېږدوننګرهار شينوار

د ننګرهار ولايت د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو والي سره په يوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې په خپلو سيمو کې به د هغو بهرنيو وګړو پر وړاندې غبرګون وښيي،چې د دوی په سيمه کې د ورانکارۍ کړنې ترسره کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې نن د شينوارو د شپږو ولسواليو لسګونو قومي مشرانو په جلال اباد ښار کې لويه غونډه جوړه کړې وه، چې په کې والي سليم خان کندوزي او نورو چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د هغه په وينا، ددې غونډې په پاى کې پرېکړه ليک ولوستل شو، چې په کې ويل شوي د شينوارو د شپږو ولسواليو قومونه له دې وروسته په خپل منځ کې پوره همغږي لري او د هر ډول ستونزو د مخنيوي په موخه په يوالي سره کړنې ترسره کوي .

په دغه پرېکړه کې زيات شوې چې د يادو ولسواليو قومونه به هېڅکله هم داسې کړنې ترسره نه کړي چې له امله يې له قانون څخه سرغړونه شوې وي.

پرېکړه ليک کې ژمنه شوې چې په خپلو سيمو کې به هېڅکله هم هغو کسانو ته په ځانګړي ډول بهرنيو وګړو ته ځاى ورنه کړي چې د ورانکارۍ کړنې ترسره کوي او يا هم دغو کړنو ته زمينه برابروي .

قومي مشرانو له حکومت څخه د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ، خو غوښتنه يې وکړه چې د دوی سيمې دې له هر ډول وسله والو مخالفينو څخه پاکې کړي .

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د شينوارو شپږو ولسواليو قومونو څخه مننه وکړه چې په يوالي سره يې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په خپلو سيمو کې هغو بهرنيو وګړو ته ځای نه ورکوي چې تخريبي کړنې ترسره کوي .

هغه زياته کړه، وسله وال مخالفين غواړي چې د قومونو ترمنځ په بې اتفاقۍ رامنځته کولو سره د دوی په منځ کې ځای پيدا کړي او په همدې لړ کې د حکومت او ولسونو ترمنځ فاصلې هم رامنځته کړي.

کندوزي وويل چې د شينوارو شپږو ولسواليو قومونو په حقيقي ډول مېړانه وښودله او په خپل منځي يووالي سره يې د تخريب کوونکو پر وړاندې د غبرګون ژمنه وکړه .

د ننګرهار والي ژمنه وکړه چې د دوی په سيمو کې له دوو اوونيو پيل شوي عمليات به تر هغه پورې دوام وکړي چې دغه سيمې په بشپړه توګه له وسله والو مخالفينو څخه پاکې شوې نه وي .

د يادونې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د داعش ډلې پورې اړونده وسله وال د شينوارو بېلا بېلو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي و ، پر خلکو د ظلمونو ترڅنګ يې پر دولتي ځواکونو بريدونه هم ترسره کول.

ځايي چارواکي وايي چې ددغو وسله والو ډېرى برخه بهرنيان تشکيلوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *