ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، د ټاپي ګاز د سيمه ييزې لويې پروژې کار په راتلونکې زېږدېزې مياشتې کې پيلېږي.

ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر دغه موضوع نن د “ختيځ او لوېديځ” بنسټ له پلاوي سره په ولس150928144309_ghani_640x360_bbc_nocreditمشرۍ ماڼۍ کې څرګنده کړې ده.

ولسمشر غني په دغه ناسته کې د سيمې د اړيکې پر پله د افغانستان د بدلولو په اړه د خپل نظر د وړاندې کولو ترڅنګ وويل: “د ټاپي پروژې عملي کار په راتلونکې ډيسمبر مياشت کې پيلېږي.”

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت درې اونۍ وړاندې د ترکمنستان د چارواکو له قوله ويلي وو، چې دغه هېواد منلې چې د يادې پروژې ٨٥ سلنه ونډه ورکړي او پاتې ١٥ سلنه د افغانستان، پاکستان او هندوستان له لوري ورکړل شي.

د ټاپي هوکړه ليک ((TAPI: Turkmenistan، Afghanistan، Pakistan، India)) د ١٣٨٩ کال په ليندۍ مياشت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ترکمنستان د ولسسمشر قربان قلي بري محمد اف، د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هندوستان د انرژۍ وزير مورلي ديورا له لوري لاسليک شو.

دغه نل ليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد سيمې څخه پيليږي، د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومټره غځېدو وروسته د ٧٣٥ کيلومټره په اوږدوالي سره له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په تېرېدو تر پاکستان پورې غځيږي.

ټاکل شوې چې دغه پروژه د پاکستان په خاوره کې له ٨٠٠ کيلومټره اوږدوالي وروسته د دغه هېواد پنجاب ايالت ته د کوېټې له لارې ورسيږي او د هندوستان په فاضيلکاى سيمه کې بيا پاى ته رسيږي.

ولسمشر د دغې ناستې په دوام کې وويل چې افغانستان پر کوچنيو پروژو باندې د تمرکز پر ځاى پر تلپاتو دوامدارو اقتصادي پروګرامونو کار کوي.

د ولسمشر غني په وينا، په وروستيو کلونو کې چې بهرنيو ځواکونو په هېواد کې شتون درلود، د ټرانسپورټ برخې د هېواد ناخالصو عوايدو ٢٢ سلنه برخه تامينوله، خو اوسمهال هڅې روانې دي چې دغه برخه يو ځل بيا پياوړې شي.

نوموړي ورته مهال څرګنده کړه چې د افغانستان په بانکونو کې زياتې پيسې شته او حکومت هڅه کوي، څو پانګه والو ته د پورونو د ورکړې لپاره د يوه سيسټم په رامنځته کولو سره دغو پيسو ته دوران ورکړي.

اشرف غني زياته کړه، افغانستان هوډ لري چې د بنسټيزو پروژو په پراختيا سره خپلې سټراټيژيکې موخې داسې برابرې کړي، چې د سيمې د کوم هېواد د نه همکارۍ پر مهال دويم هېواد د هغه ځاى ونيسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *