د سيمه ييزو ارگانونو اداري د ۱۵ بستونو په گمارلو کي درغلي شوي ده يو راپور چي  چمتو شوي دي شايي چي د سيمه ارگانونو اداري د اعلانونو او خپرولو کيidlg66f383f5-6fb5-4b35-9dbf-3c23cbf637a0 فساد شوي دي خ د سيمه ايزو ارگانونو اداري وياند بيا دا تورونه رد کري دي

د یوه خبري آژانس ویلی: د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې د سیمه ایزو ادارو په ارګان کې د ټاکنو په اعلان او خپرولو کې فساد شتون لري په دې ریپوټ کې چې د اعلانونو دري او انګلیسي متنونو ته نغوته شوې چې د پنځه څلویښتو کار موندې نوم لړ دی او له دې څخه پنځه لس یې د سیمه ایزو ارګانونو دادارې اړوند دي. د ریپوټ له مخې د اعلانانو په کوډ او نیټو کې توپیر لیدل کیږي چې دا په خپله په ګمارنو کې د ټاکنې او ګمارلو په برخه کې د درغلی ښکارندویي کوي. د تر لاسه شویو مالوماتو له مخې د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې په اعلاناتو کې جعل کاري د چنګاښ میاشتې له لسمې نیټې وروسته یعني له یوې نیمې میاشتې را په دیخوا او ددې ادارې د نوي مشر د دندې په پیلیدو سره رامنځ ته شوې ده.

ویل شوي چې د اعلاناتو په کوډ او نیټه کې بدلون د کسانو د ځای پر ځای کولو په موخه توپیر ورکړل شوی او دا کسان ددې لپاره چې وکولای شي ترڅو خپل نوماند د پیژندګولی پیسو او دوی ته د نورو امتیازاتو په ورکولو سره په دندو وګماري.

د جاب اې اف کار موندنې سایټ مسولینو چې د دولتي ادارو اعلانات خپروي ویلي چې له هره اړخیزو څیړنو وروسته په ډاګه شوې چې ټول اعلا شوي بنځه لس پوستونه چې له څه مودې راهیسې د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې له لوري اعلان شوي پکې درغلي شوې ده.

بله خوا د دې ادارې ویاند د کارموندنې به اعلاناتو کې هر ډول درغلی او جعل ردوي وایي چې به دې اداره کې د ګمارنې لړۍ ره درغلیو پاکه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *