د   امريکا شپارس ايالتونه له دي وروسته سوريې کډوال نه مني

ددي ايالتونو واليانو ويلي دا پريکړه يي د پاريس له پيښې وروسته د امنيتي گواښونو له کبله کړې ده خو د امريکا حقوقي بنسټونو پر دې پريکوه نيوکه کړې ويلي ي635ي دي دا له هغه ارزښتونو سره ټکر کې ده کوم چي له مخي يي امريکا رامنځ ته شوې

د امریکا شپاړسو ولایتونو والیانو ویلي د سوریي کډوالو د منلو کیدو پلان ته تر بیا کتنې په دې ولایتونو کې سوري کډوالو منل کیدل ځنډیدلي دي دا په داسې حال کې ده چې امریکا ژمنه کړې چې په روان کال کې لس زره سوري کډوال مني.

بارک اوباما هم ویلي د سوري کډوالو پر مخ د ورونو تړل د امریکا ارزښتونو پر خلاف دي د دې هیواد بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د لس زره سوري کډوالو د منلو کیدو په برخه کې ددوی پلان هیڅ ډول بدلون نه دی کړی.

مارک تونر – ” مونږ خپل هغه پلان ته چې له مخې به یي تر دوه زره شپاړسم کاله لس زره سوریان ومنل شي ژمن یو.”   کليپ ۳

د امریکا حقوقي مدني ټولنې هم د شپاړسو ولایتونو د والیانو پر پریکړې نیوکه کړې ده. ددې ټولنې مدیر ویلي: یو شمیر سیاستوال هڅه کوي ترڅو د پاریس خونړیو بریدونو مسله د کډوالو له مسلې سره وتړي خو دا تړل له ریښتینولی لري او ساختګي دي او د پآریس د پیښو له امله د کډوالو تورن پیژندل د حقوقو او امریکا د ارزښتونو سره په ټکر کې دي. بله خوا د امریکا د راتلونکې کال په ولسمشریو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند دونالد ترامپ ویلي که چیرې ولسمشر شي په امریکا کې به د جوماتونو تړل تر لاسه لاندې ونیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *