جمهوري غوښتونکي امریکا ته سوریایي کډوال نه پریږديB3D3BDBE-DFBD-4C44-8B8E-A57F07093147_w640_r1_s

د متحده ایالاتو په کانگرس کې جمهوري غوښتونکي د بارک اوباما هغه پلان ردوي یا تر پوښتنو لاندې راولي چې ویلي دي سږکال به لس زره سوریایي پناه غوښتونکي امریکا ته راولي.

خو دموکراټان بیا وایي امریکا باید د کډوالو لپاره پرانستی وي، په دې شرط چې دلته له راتگ نه مخکې ښه پلټنه یې وشي.

جمهوري غوښتونکي وایي که چېرې امریکا ته راتلونکي کډوالو کې ترهگر راننوځي نو هغه وحشتناکه پیښه چې فرانسه کې وشوه، کیدای شي د امریکا په خاوره کې هم تکرار شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور جیف سیشنس غواړي امریکا ته تر هغه پورې د سوریایي کډوالو د راتگ مخه ونیول شي چې کانگرس یې په اړه رایگیري وکړي.

سناتور سیشنس وایي”که چېرې تاسو په مناسب ډول د کډوالو د سابقې پلټنه نشی کولای نو بیا تاسو داسې خلکو ته د راتگ اجازه ورکوی چې ترهگری ته لیوالیتا لري.”

دموکراټان وایي هغه خلک چې په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي د هغوی د سابقې پلټنه به میاشتې یا کلونه وخت ونیسي.

دموکراټ سناتور بن کاردن وایي؛”د پلټنې په پروسې کې ډیرې ادارې شاملې دي او ډیر وخت به ونیسي چې ډاډه شو هغوي د ترهگرو سازمانونو سره هیڅ تړاو نلري او یقناً د داعش سره تړلي ندي.”

جمهوري غوښتونکي غواړي پوه شي چې د سوریې په ځیر د جنگ ځپلو هیوادونو څخه څومره پناه غوښتونکي په مناسب ډول دقیق پلټل کیدای شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور باب کورکر وایي هغه هیوادونه چې د اطلاعاتو د ساتلو مرکزي اداره ونلري، امریکا به څنگه کولای شي پوه شي دې هیواد ته د راتلونکو خلکو سابقه څه ده.

د استازو د مجلس یو دموکرات غړی ایلیت انگل وایي متحده ایالاتو ته د سوریایی کډوالو د راتگ پروسې کې باید ډیر احتیاط وشي.

ښاغلی انگل زیاتوي”زه نه غواړم چې ترهگر د کډوالو په جامه کې دلته راشي. او زه فکر کوم چې مونږ باید ډیر محتاطه ووسو چې څوک دې هیواد ته راولو. خو زه فکر کوم د دروازو تړل او هیڅ ډول زړه سوی او خواخوږي نه ښودل هم د حل لاره نده.”

سناتور کاردن له دې خبرې سره موافق دی خو زیاتوي چې د متحده ایالاتو ټولنه یوه ازاده ټولنه ده او دوی به ترهگرو ته د بریالیتوب اجازه ونکړي او نه به هم د هغوی لپاره دخپل هیواد سیستم بدل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *