ایران ته د بشار الاسد د کورنۍ لیږدولو وړاندیز شوی وو

بشار اسد او مېرمن یې اسما اسد. آغلې اسد د بریتانیا تابعیت هم لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د عربي چارو مرستیال حسین امیر عبداللهیان ویلي، ایراني چارواکو دوه کاله وړاندې بشارالاسد ته وړاندیز 120323091326_jp_asma512x288_nocreditکړی و، چې کورنۍ یې ایران ته ولېږدوي، خو هغه دا وړاندیز ونه مانه.

عبداللهیان وویل “له بشار اسد سره مو په کتنه کې هغه ته وړاندیز وکړ چې خپله کورنۍ ایران ته واستوي، خو د هغه ځواب دا و چې تر وروستۍ شېبې به پخپل هېواد کې پاتې کېږي”.

د بشار الاسد مېرمن اسما اسد، بریتانیا کې زیږېدلي او د دغه هېواد تابعیت هم لري.

اروپايي ټولنې په ۲۰۱۱ کال کې د آغلې اسد پرضد بندیزونه تصویب کړل، چې پربنسټ یې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته سفر نه شي کولی، وړاندې د بریتانیا د کډوالو چارو ادارې ویلي وو، دغه هېواد ته د اسما اسد د احتمالي ورتګ مخه نه شي نیولی.

ښاغلي عبداللهیان د تهران شریف صنعتي پوهنتون کې وویل: “په بهرني ملاتړ کې یوازې ایران په ډاګه د سوري دولت تر ټولو ډېر ملاتړ کوي چې په واک کې پاتې شي که چېرې ددغه هېواد له پوځ او خلکو سره زموږ زموږ همکاري او مشوره نه وای، په لومړي، دویم یا درېیم کال به د سوریې نظام ړنګ شوی وای”.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ای، سوریه د اسرائیلو پروړاندې د مقاومت لومړۍ کرښه ګڼلې ده. په سوریه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې، ایران د بشار الاسد تر ټولو مهم ملاتړی پاتې شوی دی.

ایران وايي، د سوریې د راتلونکي په تړاو د تصمیم نیول یوازې د سوري وګړو حق دی.

ښاغلی عبداللهیان زیاتوي “د ایران حضور هلته له دې کبله دی، چې نورو هېوادونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د سوریې د راتلونکې په اړه د سوري وګړو پرځای نور خلک پرېکړه وکړي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *