د ولسمشر اشرف غني په وینا د دغه پروګرام له لارې به هم په ښارونو او هم په کليو کې خلکو ته کار پیدا شي

ashnrnافغان حکومت د کارموندنې د ملي پروګرام پر مټ غواړي په کلیوالو سیمو کي بزګرانو سره مالي مرسته وکړي او په ښارونو کې خلک د ښار پاکولو لپاره په کار وګوماري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې پروګرام په پرانست غوڼده کې وکړې.

ولسمشر غني وويل دغه پروګرام له نن څخه پیل شو او په لومړي پړاو کې ۴۷۰۰ کلي او وروسته به ۱۵۰۰۰ کلي د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې شي.

ښاغلی غني وايي، د سولې لپاره د کارموندنې ملي پروګرام لپاره يي د بېلابيلو ملي سرچينو څخه یو شمېر پیسي را ټولې کړې چې وزګارو خلکو ته د کار فرصتونه پيدا کړي.

د ولسمشر په وینا د دغه پروګرام له لارې به هم په ښارونو او هم په کليو کې خلکو ته کار پیدا شي.

ده دغه راز وویل د ښارونو ککړ چاپېریال نور د منلو وړ نه دی او د ناپاک چاپېریال له امله ناروغۍ هم ډېرې شوې دي، نو ځکه د دې پروګرام له لارې به په ښارونو کې زرګونه کسان د ښارونو د پاکولو لپاره په کار و ګومارل شي.

ولسمشر زیاته کړه وروستیو کلونو کې ډېرو خلکو مسلکي زده کړې کړې او د همدې پر بنسټ به په کار و ګومارل شي.

ده زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې به په لومړي پړاو کې۴۷۰۰ کلي او په پسرلي کې ۱۵۰۰۰ کلي تر پوښښ لاندې راوستل شي.

ده ټينګار وکړ چې دولت په پام کې لري ۱۰۰زره ارزان بیه کورونه جوړ کړي او د چین هېواد هم له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې ۱۰۰۰۰ کورونه به جوړوي او خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

ښاغلي غني وویل د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بنسټیز ګامونه پورته کوي او په راتلونکي کال کی به د برېښنا تولید دوه برابره شي.

ولسمشر وویل په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د اوبو ۱۷ لوی او متوسط بندونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جوړېږي.

د دغو بندونو د جوړېدو لپاره يې د مختلفو سرچينو څخه بودیجه برابره کړې ده.

دی وايي د دغو پروژو پر بشپړېدو به شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *