دغه ګوند په سډني ښار کې د خپل موجوديت اعلان وکړ او بنسټ اېښودونکی يې ضياء محمد وايي غواړي د مسلمانانو غږ پورته کړي151117045929_diaa_mohamed_640x360_diaamohamed

په استراليا کې د لومړي ځل لپاره داسې يو ګوند جوړ شوی چې د مسلمانانو استازيتوب کوي او دوی د مشرانو جرګې په راتلونکو فدرالي ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږي.

دغه ګوند په سډني ښار کې د خپل موجوديت اعلان وکړ او بنسټ اېښودونکی يې ضياء محمد وايي غواړي د مسلمانانو غږ پورته کړي.

دی وايي: ”په استراليا کې د اسلام او مسلمانانو ډېر مخالف ګوندونه شته، خو داسې کوم ځانګړی ګوند نه شته چې په رسمي ډول د مسلمانانو استازيتوب وکړي.”

په استراليا کې د اسلام ضد يو شمېر ګوندونه شته دي.

۳۴ کلن ضياء محمد چې يو کاروباري سړی دی څو ورځې وړاندې په پاريس کې له ترهګريزو بريدونو وروسته په سملاسي ډول د دغه ګوند له اعلانولو نه دفاع وکړه.

ده وويل: ”ښايي د ګوند د اعلان په اړه په راتلونکو ورځو کې له خلکو سره ډېرې پوښتنې پيدا شي او همدا ټول لاملونه دي چې موږ دغه ګوند جوړ کړ.”

ضياء محمد وايي ګوند به يې د پاريس بريدونو په ځواب کې هېڅکله پر يو مسلمان هېواد د يرغل ملاتړ و نه کړي

ضياء محمد وايي: ”دا د ګوند د موجوديت د اعلان لپاره تر بل هر وخت، غوره وخت و.”

د دغه ګوند رسمي نوم لا نه دی اعلان شوی.

ښاغلي ضياء په پاريس کې د جمعې پر ورځې شوي بريدونه وغندل ويې ويل چې اسلام په ټينګه د بېګناه خلکو وژنه منع کړې ده.

خو ده وويل ګوند به يې د پاريس بريدونو په ځواب کې هېڅکله پر يو مسلمان هېواد د يرغل ملاتړ و نه کړي.

دی وايي: ”راځئ وګورو چې دا ډول بريدونو په تېر کې څومره کارنده و. موږ پر افغانستان او عراق يرغل وکړ. نو زه د هغه څه ملاتړ وکړم، چې په تېر کې يې کار نه دی ورکړی؟ نه هېڅکله هم.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *