په سوريه کي فرانسوي ځواکونو د داعش پر مرکزونو بريدونه کړي دي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/7E36A30A-9BA4-4B53-A136-566804B31859_cx0_cy10_cw0_mw1024_s_n_r1.jpg)
په سوريه کي فرانسوي ځواکونو د داعش پر مرکزونو بريدونه کړي دي
فرانسوي هوايي ځواکونو د پاريس له بريد وروسته د لومړي ځل لپاره د داعش وسله والي ډلې دمرکزونه په رقه ښار کي تر بريد لاندي راوستلي دي بله خوا ددې هيواد مسولين د تورنو کسانو د نيولو په موخه لاس په کار شوي
د فرانسې دفاع وزارت ویلي: د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې ددوی دولسو جنګي الوتکو برخه اخستې وه چې په رقه ښار کې یې د داعش وسله والې ډلې د قومندانۍ جلب او حذب او د وسلو یوساتنځای په نښه کړي دي. ددوی الوتکو د اردن او عربي متحده اماراتو څخه الوتنې کړې او دا بریدونه د امریکایي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوي دي.
تر اوسه ددې بریدونو د زیانونو په هکله مالومات نه دي خپاره شوي. مخکې له دې هم فرانسې خبرداری ورکړی وو چې پر داعش به ډير بیرحمه بریدونه وکړي. د داعش وسه والې ډلې د پاریس خونړیو بریدونو مسولیت منلی او د فرانسې د دفاع وزیر ویلي دوی دا بریدونه له ځانه د دفاع په موخه تر سره کړي دي.
لورانت فابيوس – ” فرانسی به تل خبراری ورکاوه چی د داعش له لوری له ګواښ سره مخ ده مونږ په معمولي ډول له ځانه د دفاع بریدونه تر سره کړل مونږ په تیرو وختونو کې هم ورته بریدونه تر سره کړي دي رقه د داعش د قومندانی مرکز دی او مونز دوی ته د بل برید اجازه نه ورکوو.”