د پاکستان یو شمیر اسلامي مشران په افغانستان کې د طالبانو د جگړې ملاتړ کويA71141DE-CDB8-41A9-813B-BBE6E2BDA6FA_mw1024_s_n.

په پاکستان کې پنځوس دیني عالمانو په یوه فتوا کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د شنبې د شپې بریدونه حرام گڼلي او ویلي یي دي چې د اسلامي دولت ډله د اسلام او مسلمانانو استازیتوب نه کوي.

دغو عالمانو همداشان ویلي دي چې د هغو جهادي دوکتورینو څخه چې د اسلامي دولت ډله (داعش) یې پیروي کوي گمراه کوونکي دي او د شرعي اوصولو سره ورته والی نه لري.

د پاکستان د اسلامي علماو د اجتماع یو مشر طاهر اشرفي د امریکا غږ ډیوه رادیو ته وویل چې داعش د اسلام او مسلمانانو سره هیڅ اړیکه نه لري.

په هغه اعلامیه کې چې د دیني عالمانو له خوا خپره شوې ویل شوي دي هغوی چې د پاریس بریدونه یې ترسره کړي د “فساد” سبب شوي دي.

په دې غونډه کې یو د گډون کوونکو علماو څخه ضیاالحق نقشبندي و چې د اسلامي علماو د یوې نړیوالې ټولنې غوښتونکی شو چې د هغه په وینا د داعش او طالبانو په څیر ترهگرو ډلو کارونه رد کړي.

د پاریس په بریدونو کې چې مسؤلیت یې داعش په غاړه اخیستی ١٢٩ تنه وژل شوي او شاو خوا ٣٠٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نړۍ د مختلفو ادیانو مشرانو، د حکومت رئیسانو او د نړۍ په گوټ گوټ کې خلکو دغه بریدونه غندلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *