د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف، د افغانستان په هکله له چارواکيو سره د خبرو په موخه امريکا ته سفر کړی دي

په روان کال کي امريکا ته د راحيل شريف دا دوهم سفر دی مخکې له دي لومړي وزير نواز شريف هم امريکا ته سفر کړی وو

د پاکستان پوځ د عمومي اړیکو د دفتر له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، جنرال راحیل شریف به امریکا ته د خپل پنځه ورځيني سGenRaheelSharif-IDEAS-2014-expo-defence-Karachi-COAS-exhibition_12-4-2014_167658_lفر پر مهال د ولسمشر له مرستیال جوبایډن ددې هیواد د بهرنیو او دفاع وزیرانو سره وګوري. ټاکل شوې ددې سفر په لړ کې راحیل امریکایي چارواکیو ته په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په هکله مالومات ورکړي.

په روان کال کې دا دوهم ځل دی چې د پاکستان د پوځ مشر امریکا ته سفر کوي واشنګټن ته دا سفر د لومړي وزیر نوازشریف له سفر وروسته تر سره کیږی. پاکستاني رسنیو ددې هیواد د امینتي چاراکیو له لوري ویلي تر ډیره امکان شتون لري چې پاکستاني چارواکي له خپلو امریکایي سیالانو سره د خبرو پر مهال پّ افغانستان کې د پخلاینې خبرو بیا پیلیدو ته لاره هواره کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي پآکستاني چارواکي به هڅه وکړي ترڅو په افغانستان کې د پخلاینې خبرو ته د لارې هوارولو په تړاو له امریکایي چارواکیو سره خبرې وکړي

د دوی پّ وینا راحیل بله دی سره د دفاعي او نورو پوځي برخو کې له امریکایي چاروکیو سره خبرې وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *