چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې indexید پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې يو افغان سرحدي پوليس وژل شوى او څلور ژوبل دي.

ځايي چارواکي وايي، دا جګړه چې پرون د ډيورنډ پولې ته څېرمه د برمل ولسوالۍ اړونده د انګور اډې په سيمه کې پيل شوې، اوس پاى ته رسېدلې ده.

د انګور اډې د خنډ د کلي يوه اوسېدونکي نور رحمان وزير د لړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، نښته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسله والو د پاکستان له خاورې پر پاکستانيو ملېشو ميزايل وتوغول .

خو هغه زياتوي چې پاکستانيو ملېشو په مقابل کې د افغانستان په خاوره کې پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې پيل کړې او دغې جګړې درې ساعته دوام وکړ.

رحمان وايي، خلک له ويرې دجنګ له سيمو څخه ارامو سيمو ته لاړل، خو اوس چې جګړه درېدلې، خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.

خو نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د پکتيکا د والي وياند نبي الله پير خېل وويل، چې د پاکستانيو ملېشو له لوري پر سرحدي امنيتي ځواکونو د بريد په پايله کې يو سرحدي پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په دې نښتو کې يو عام وګړی هم ټپي شوی دی.

د پير خېل په خبره ، چې د لومړنيو معلوماتو له مخي له پاکستانيو ملېشو څخه هم ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ارګون ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي محمد عمر وويل، چې يو شمېر ځوانانو هم د خپلې خاورې ددفاع په موخه ټوپک را اخيستي و او غوښتل يې چې د جګړې لومړۍ ليکې ته ځانونه ورسوي، خو د هغوى له رسېدو مخکې جګړه پاى ته ورسېده.

د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسر خان سليمان خېل هم وايي، چې د يادې نښتې له امله ډيرې کورنۍ بې ځايه شوې وې، خو د جګړې په پای ته رسېدو خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د يادونې ده چې څو مياشتې مخکې هم په ياده سيمه کې د جګړې له امله يو افغان سرحدي پوليس وژل شوى و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *