فرانسی جمهورریس فرانسوااولاند د لس گونو نورو کسانو سره په گډه په پاریس کی د شوربونی په پوهنتون کی په محلی وخت غرمه د پاریس په بریدونو کې وژل شویو کسانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.

په فرانسه کی د ملي ماتم په دریمه او وروستی ورځهغو کسانو په یاد سکوت وشو چې په پاریس کې په حملو کی و وژل شول. اروپایی ټولنې د خپلو ټولو غړی هیوادونو نه غوښتی دی چی د خاموشۍ په دی مراسمو کې گډون وکړیD0C100E8-8283-427D-AAFE-0F040A318CAB_w640_r1_s.

د اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسی ریسې فیدریکا مغایرني وویل په گډه دې د هغو افراطیانو په مقابل کی اقدام وشی، چې دغه حملی یی کړیدی.

“داعش ټولو ته خطر دی، نن زمونږه دغه راغونډیدل ، لکه د جمعې د ورځی په شان چې راغونډ شوی وو، خپلی قوتونه سره یو ځای کوو او دا منو چې دا حملهیواځی په یوه ملک نه ده شوې، په اروپا نه ده شوی، بلکه زه به ووایم چې په تمدن شویده . نو لازمه ده چې، مونږه خپل قوتونه یو ځای کړو یو بل ته معلومات ورکړو، گډې هڅې وکړو چې ددغه خطر په مخ کی ودریږو.”

په همدې حال کې د فرانسی جټ الوتکو د یکشنبې په ماښام د سوریې درقا په ښار کې د اسلامی دولت په گروپ هوایی حملی وکړی،د قوماندی مرکز او تعلیمی کمپ یی تباه کړ. دغه الوتکو د اردن او متحده عربی اماراتو نهپرواز وکړ او د امریکا د قواوو سره یی په گډه عملیات وکړل.

د فرانسی صدراعظم منول والس وایی د هڅو با وجود احتمال شته چې نوری حملی وشي.

” په فرانسی دا حملی پدې خاطر شوي ځکه چې فرانسویان ازادی لری، ویاړی او د خپلو نړیوالو ارزښتونو په اساس دنیا ته غږیږی. خو حقیقت دا دی چې زمونږه خپل صداقت مونږه مجبوروی چې هغه رښتیا خبره وکړو. د څو میاشتو راهیسې ، زه درگرده ، دا خبره کوی چې مونږه د تروریزم سره په جنگ کی یو، ترورستان حملی کولی شی، او کړی یی دی. “

ښاغلی مولیس زیاتوي “سره ددی چې مونږه څو ترورستی حملی شنډې کړی شوې، مگر هغوی په دی راتلونکو هفتو کی بیا نوری حملی کولی شی.”

اسلامی دولت په پاریس کی د څو پرله پسې حملو مسولیت په غاړه اخستی دی چې د یو سلو دیرشو نه زیات کسان په کی و وژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *