د فرانسوي چارواکیو د تورنو کسانو د نیولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي
د فرانسوي چارواکیو د تورنو کسانو د نیولو لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي د فرانسې پولیسو د یوه تورن کس د نیولو په موخه دده انځور او نور مالومات خپاره کړي او په نړیواله کچه یې د نیولو حکوم صادر کړی دی دا کس د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې نړۍ ته سترګې پرانستلې او ویل کیږي چې له دوه نورو ورونو سره یې ددې برید پلان رامنځ ته کړی وو د فرانسې پولیسو دی خطرناکه ښودلی ویلي یې دده یو ورور د سندرو په صالون کې وژل شوی او بل یې په بلجیم کې نیول شوی دی