د افغانستان د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي چې په افغانستان کې د داعش یو شمېر نیول شوي کسان پاکستاني افسران دي.د افغانستان د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي چې په افغانستان کې د داعش یو شمېر نیول شوي کسان پاکستاني افسران دي140915155307_asim_bajwa_ispr_640x360_bbc_nocredit.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت معین اعزاز احمد چوهدري په ټېنګار سره وویل چې د داعش په نامه کومه ترهګره ډله په پاکستان کې نشته او نه به چاته اجازه ورکړل شي چې له دغې ډلې سره اړیکي ټېنګې کړي.

معین چوهدري د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ټول پاکستانیان د دغې ترهګرې ډلې پر ضد دي.

هغه وویل “په پاکستان کې هېڅ ډله، هېڅ فرد او هېڅ چارواکي د داعش له ترهګرې ډلې سره کومه اړیکه نلري،ټول د دغې ډلې پر ضد ولاړ دي او په پاکستان کې د داعش په نامه هېڅ ترهګره ډله نشته. “

خو دا مهال د پاکستان په ځينو سیمو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې په ملاتړ په دیوالونو باندې شعارونه لیکل شوي او ځړول شوي دي؛ دا کار تر ډېره د پاکستان په قبایلي سیمو کې شوی دی.

پر دې سربېره یو شمير پخوانيو پاکستاني طالبانو له داعش سره ملاتړ اعلان کړی او بیعت يې ورسره کړی دی.

ښاغلي چوهدري دا خبرې په فرانسې کې د بریدونو په غبرګون کې کولې، په دغو بریدونو کې چې داعش یې مسولیت ومانه، ۱۲۹ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی جعفر مهدوي وايي چې د پاکستاني چارواکو په دغو خبرو شک لري.

ښاغلي مهدوي د امریکا غږ ته وویل ” په افغانستان کې د داعش یو شمېر نیول شوي کسان پاکیستاني افسران دي او دا د دوی ښکارندوی دی چې دغه ډله هلته فعاله ده او د پاکستان د عملي او اعلاني سیاست ترمنځ لوي توپیر دی.”

نوموړی وايي پاکستان تل وايي یو څه خو کوي بل څه، د افغانستان د ولسي جرګې دغه غړي چې پاکستان تل ترهګرې ډلې ساتلي او ننګه يې کړې چې د اړتیا پر مهال د هند او پاکستان پر ضد يې وکاروي.

افغان حکومت په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې يې وسله والو طالبانو او د افغان حکومت نورو مخالفانو ته ځای ورکړی او د هغوی ننګه کوي.

داعش هم اوس د افغان حکومت یوه وسله واله مخالفه ډله بلل کیږي چې تر ډېره په ختیځ ولایت ننګرهار کې فعاله ده.

دغه ولایت له پاکستان سره لوی سرحد لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *