شپږو مياشتو كې د شكر له ناروغۍ ۳۵۶۷ افغانان مړه شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/images__stories__image2015__helth__shugar-1.jpg)
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، په وروستيو شپږو مياشتو كې په هېواد كې له ۳۵۰۰ زيات كسان د ديابت يا شكر ناروغۍ له كبله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت سلاكار قمرالدين صديقي، چې نن يې په كابل كې له شكر ناروغۍ سره د مبارزې د نړيوالې ورځې لمانځغونډه كې خبرې كولې، وويل چې په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېر په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو كې مخ په زياتېدو دى: (( په وروستيو شپږو مياشتو كې زموږ د ايچ اى ايس سيستم له لارې ثبت كړي معلومات وايي، د ۳۵۶۷ د شكرې ناروغانو د افغانستان په صحي مركزونو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.))
ديابت يا شكر يوه مزمنه ناروغي ده، چې د انسولين هورمون د ناكافي افراز له كبله پيدا كېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ كې ۳۶۷ ميليونه كسان د شكر له ناروغۍ ځورېږي او اټكل كېږي، چې دا شمېر به څو كاله وروسته دوه برابره شي.