پوتين د G20 دغونډې په درشل کې يو لړ دوه اړخېزي لیدنې ترسره کوي

د روسيي ولسمشر ولادېمېر پو298955تين په ترکيه کې د شلو بډايو هېوادونو (G20) په غونډه کې برخه اخلي، چې په لړکې يي دوه اړخېزي لېدنې کتنې په پام کې نيول شوي دي.

دغه غونډه د پاريس د خونړيو پيښو په درشل کې جوړيږي چې د فرانسي د ولسمشر فرانسوا اولاند په خبره ۱۲۷ تنه پکې وژل شوي دي.

د یکشنبي په ورخ به د (G20) د غونډې په درشل کې د روسيي ولسمشر پوتين د چين له مشر شی جین پینگ ، د پيسو نړيوال وجهي صنوق له مشر کريستين لاګارد، د المان له صدراعظمي انګلامرکل او د ترکيي له ولسمشر طيب اردوغان سره پر د وه اړخيزو مسئلو بحث کوي او ددې ترڅنګ د سوريي او اوکراين پر حالاتو باندې.په بله ورځ به د روسيي ولسمشر د برتانيا د صدراعظم د يويد کامرون، د ايټاليا صدراعظم ماتئو رنتسی او د سعودي عربستان له باچا سره لېده کاته وکړي.د بارک اوباما سره کتنه نه ده پلان شوی. خو کريملين داخبره نه ردوي چې ممکن دواړه ولسمشران په ولاړوکې يوبل سره خبري وکړي. تمه کيږي په دغه غونډه کې داذربايجان، زمبابوی، ماليزيا، سنګاپور، سنګال مشران هم ګډون وکړي. او ددې ترڅنګ نړيوال مهم سازمانونه ملګري ملتونه ، نړيوال سوداګرۍ سازمان، دپيسو وجهي صنوق د کار بين المللي سازمان استازي هم ګډون وکړي.پوتين به په دغه غونډه کې د ګډون په موځه د یکشنبي په ورځ آنتالیا ته ولاړ سي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *