په سوريه کي به تر راتلونکو شپږو مياشتو لنډ مهالی حکومت رامنځ ته شي

د سوريي ستونزي د هواری په موخه د ويانا ناستي په دوهمه ورځ چي د يو شمير نړيووالو ځواکمنو او عربي unهيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو پکي گډون کري پريکړه شوي چي د سوريي دولت او مخالفينو ترمنځ به خبري پيليږي او اوربند به رامنځ ته کيږي

د سوریې ستونزې د هواری په موخه په ویانا کې د روسيې، امريکا، ايران، ترکيې عربستان او ځینې نورو عربي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو مهمه پریکړه کړې. د پخلاینې خبرو پیل، د اوربند رامنځ ته کول د لنډي مهالی حکومت رامنځ او د ټولټاکنو په لاره اچول له دې پریکړو څخه شمیرل کیږي. له دې سره دوی پریکړه کړې چې د دولت او مخالفینو ترمنځ خبرې به د جنوری میاشتې له پیله یعني یوه نیمه میاشت وروسته پیل شي په دې لړ کې به اوربند رامنځ ته او تر راتلونکو شپږو میاشتو به لنډ مهالی حکومت رامنځ ته شي.

سرگئي لاوروف/ ” مونږ له سوریانو غواړو ترڅو د یوالي حکومت چې د ملي یوالي په ډول به وي یوې هوکړې ته سره ورسیږي ترڅو د خبرو تر پای ته رسیدو چارې کنترول کړي. له دې وروسته به سوریان د اساسي قانون چې ټاکنو ته لاره هواروي چمتو شي دا ټولې چارې باید تر اتلسو میاشتو پای ته ورسیږي.”   کليپ ۱ و ۲

جان کري/ ” زمونږ موخه داده چی دواړه خواوی د د جنوری له میاشتی خبری پیل کړي تر ټولو ښه لاره د سیاسي بهیر پر مخ بیول او اوربند ده او دا هغه څه دي چې مونږ یې په هکله ژمن یو.” د ویانا په ناسته کې د سوریې د دولت او ددو وسله والو مخالفینو استازو شتون نه درلود د سوریې آزاد پوځ ډله چې د دولت مخالفه د لویدیځ او یو شمیر عربي هیوادونو له ملاتړه برخمنه ده د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره یې د اتلس میاشتو وخت نیمګړی ښودلی دی.

له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د بشار اسد د ګډون په هکله اختلافات پر خپل ځای پاتې دي خو ویلي یې دي چې بشار اسد د جدي خبرو لپاره چمتوالی ښودلی دی. بله خوا عربستان ویلي چې په سوریه کې له وسله والو ډلو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د ویانا ناسته په فرانسه کې د ترهګریزو بریدونو تر سیوري لاندې پیل شوې ده او ډیریو چارواکیو په سوریه کې د د ستونزې پر هواری او ترهګری پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې ویلي د پاریس پیښو د ویانا ناستې ته بل رنګ ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *