فرانسه په سوريه او عراق کي د داعش وسله والي ډلې پر وړاندې بريدونو ته زور ورکوي

د فرانسي لومړي وزير د پاريس له بريدونو وروسته چي پکي ۱۲۰ کسان ووژل شول له دي خبر ورکړی دی بله خوا داعش ويلي چي د فرانسي پر وړاندې به له دې ډير بريدونه تر سره کړي

د فرانسی لومړي وزیر مانویل والس ویلي: مونږ له ترهګرو سر1336ه په جګړه بوخت یو، په سوریه او عراق کې به د داعش ترهګریزې ډلې پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړو. د پآریس په پلازمینه کې د جمعې شپې له خونړیو بریدونو وروسته چې پکې یو سل نهه ویشت کسان ووژل شول او درې سوه دوه پنځوس نور ټپیان شول د فرانسی دولت په ډې هیواد کې امنیتي برخې او پر پولو څارنې ته زور ورکړی دی. لومړي وزیر په ټلویزیوني خبرو کې ویلي د پاریس پیښې د رامنځ ته کولو پر وړاندې به له هیڅ ډول نرمښته کار وانخلي.

مانوئل والس/ ” مونږ د جګړې په حال کې یو مونږ بیړني پلانونه تر لاسه لاندې نیولي او د ترهګرو پر وړاندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړو مونږ به د هغه کسانو د له منځه وړلو پلان ته هم دوام ورکړو کوم چې د پاریس په بریدونو یې لاس پورې کړی او مونږ به په جدیت سره دوی له منځه یوسو   چې په ترڅ کې به مونږ بریالي وو.”

بله خوا داعش ویلي چې ددوی اتو ملګرو په پاریس کې بریدونه تر سره کړي دي له دې سره دې ډلې خبرداری ورکړی که چېرې د سوریې په هکله ددې هیواد تګلاره بدلون ونکړي نو په ډيریو نورو بریدونو به لاس پورې کړي. د پاریس څارنوال ویلي دا بریدونه د دریو ډلو له لوري همهاله او په همغږۍ سره تر سره شوي چې له بریدګرو څخه یو یې د پاریس د څنډې اوسیدونکی او بل یې د سوریې اوسیدونکی وو چې د پاریس ملي لوبغالی د سندرو یو مرکز او د شرابو یو پلورنځی یې په نښه کړي دي. دې بریدونو ډیری کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول او تیره شپه د نړۍ په یو شمیر ښآرونو کې ددې بریدونو د غندنې په موخه ځینې مراسم ترسره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *