عراق- فرانسي، امريکا آوايران ته د احتمال ترهګرۍ بريدونو په اړه معلومات ورکړي دي

دعراق د بهرنيو چارو وزير ابراهیم الجعفری ویلي دي چې ددوی په واک کې داسي اطلاعات شته، چې اسلامپال پر فرانسي، امريکا آو ايران باندې د150910164141_isis_raqqa_624x351_reuters_nocredit ترهګرۍ بريدونو چمتوالی نيسي.

ابراهیم الجعفری ویلي دي چې دغه معلومات او اطلاعات يي اړوندو هېوادونو په واک کې ورکړي دي. خو ده ونه ويل چې دغه احتمالې حملې به کله تر سره کيږي. د شنبي په شپه په پلازمېنه پاريس کې همهاله يولړ چاودنې وشوي. وسله والو لومړۍ د پلازمېنې پر يو هوټل ډزي وکړي.درې چاودنې د سپورتي لوبغالي څنګ ته وشوي، چې دالمان اوفرانسي د ټيمونو ترمنځ د فوټبال لوبه روانه وه، اود لېدو د پاره يي د فرانسي ولسمشرفرانسوا اولاند هم ورغلی و، د دې ترڅنګ د پاريس د «باتکلان»په تياتر کې چې د راک موسيقي کانسرت ورکول کيده د يرغملېدا پيښه رامنځته شوه.دورستيو معلوماتوله مخې ددغو خونړيو پيښو له امله ۱۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *