د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، په وروستيو شپږو مياشتو كې په هېواد كې له ۳۵۰۰ زيات كسان د ديابت يا شكر ناروغۍ له كبله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت سلاكار قمرالدين صديقي، چې نن يې په كابل كې له شكر ناروغۍ سره د مبارزې د نړيوالې ورځې لمانځغونډه كې خimages__stories__image2015__helth__shugar-1برې كولې، وويل چې په دې ناروغۍ د اخته كسانو شمېر په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو كې مخ په زياتېدو دى: (( په وروستيو شپږو مياشتو كې زموږ د ايچ اى ايس سيستم له لارې ثبت كړي معلومات وايي، د ۳۵۶۷ د شكرې ناروغانو د افغانستان په صحي مركزونو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.))

ديابت يا شكر يوه مزمنه ناروغي ده، چې د انسولين هورمون د ناكافي افراز له كبله پيدا كېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، اوسمهال په نړۍ كې ۳۶۷ ميليونه كسان د شكر له ناروغۍ ځورېږي او اټكل كېږي، چې دا شمېر به څو كاله وروسته دوه برابره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *