د پاکستان پوځ د تېر کال په جون مياشت کې شمالي وزیرستان کې د توندلارو پر ضد د ضرب عضب عمليات پيل کړل

چارواکو د پاکستان 150222په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ په هوايي بريدونو کې د ۲۲ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي د پاکستان هوايي ځواکونو د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د توندلارو وسلوالو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې په دغو بريدونو کې ۲۲ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د تېر کال په جون مياشت کې شمالي وزیرستان کې د توندلارو پر ضد د ضرب عضب عمليات پيل کړل.

پوځ وايي د دغو عملياتو په پايله کې د شمالي وزیرستان ۹۰ سلنه سيمې له وسلوالو پاکې شوې، خو له افغانستان سره پر پوله سرحدي سيمو شوال او دته خيل کې لا هم عمليات روان دي.

پوځ په دغو سيمو کې د روان کال په اګست مياشت کې ځمکني عمليات هم پیل کړل.

چارواکي وايي د شوال سيمه له ځنګلونو ډکه ده او دغلته د توندلارو وسلوالو پر ضد عمليات يو څه پېچلي دي.

په سپټمبر مياشت کې د پاکستان پوځ په شوال سيمه کې په لومړی ځل د بې پيلوټه الوتکې چې پاکستان جوړه کړې، بريد وکړ.

پوځ ادعا وکړه چې په دغه بريد کې يې درې مهم ترهګر ووژل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *