په هرات ولايت کي زرگونه کسانو په زابل ولايت کي د پيښي د غندنې او د کابل له لاريونه په ملاتړ لاس په لاريون پوري کړی دی

دا په داسې حال کي ده چي مخکي له دي هم د هيواد په ډيريو ښارونو کي ورته لاريونونه تر سره شوي دي او لاريون کونکو د بي عدالتي او ناامني پر وراندي خپل غږ پورته کړی دی

په هرات ولایت کې نن یو ځل بیا خلکو په پراخ لاریون لاس پورې کړی. په سیمه کې د زمونږ د خبریال په وینا په ډې لاریو کې د لسو زرو په شاوخوا کې کسانو ګډون کړی او په یوه غږ له دولت څخه د عدالت او امنیت غوښتنه کوي. دوی د وسله13930403000473_PhotoL والو مخالفینو پر ضد د شعارونو په لیږدولو سره په کابل کې د چهارشنبې له میلیونو لاریون څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. دوی له حکومته غوښتي ترڅو د افغانانو مشروع او قانوني غوښتنو منلو ته غاړه کیږدي

دې لاریون ته نن د ټولنیزو شبکو کې هم لوی ځای ورکړل شوی دی او د دې شبکو کارونکو له هغه کسانو چې له بیلا بیلو پرګنو یې خلک په ډې لاریو کې ګډون ته هڅولې او راوستلي مننه کړې ده. د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې هم تیره اونۍ د کابل له لاریونه په ملاتړ او د زابل ولایت د پیښې د غندلو په موخه پراخ لاریون تر سره شوی او د زه یوه هزاره پښتون یم د شعار په لیږدولو سره یې دا وښوده چې ټول افغان سره یو لاس دي. تیره ورځ په جوزجان ولایت کې هم لاریون په لاره اچول شوی وو چې ډيری خلکو پکې ګډون کړی په تیرو دریو څلورو ورځو کې د هیواد په ډيریو ښآرونو او سیمو کې دا ډول لاریونونه په لاره اچول شوي چې د افغانانو ترمنځ د یوالي او رورګلوی ښکارندویي کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *