یوه روسي هلیکوپتر د افغان تاجک په پوله روسي سرتیرو ته اکمالات کوي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پوله د داعش د ډلې د تاوتریخوالي او جلب او جذب په ډیریدو سره د افغان مقاماتو یوه ویدیو ښي چې د تاجکستان یو اوسیدونکی وایي د اسلامي دولت د ډلې لپاره جگړې ته راغلی دیAA1FC24D-993B-4776-BC31-C68F8461DF26_cx0_cy23_cw0_mw1024_s_n_r1.

افغان مقامات وایي د تاجکستان تبعه نصرالله د دوشنبې اوسیدونکی دی او په دې وروستیو کې د داعش له خوا جذب شوی دی. د دوی په وینا هغه په دې وروستیو کې د تخار په ولایت کې ونیول شو.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په یوه خپره شوې ویدیو کې چې د امریکا غږ یې باوریتوب نه شي تائیدولی نصرالله نومې تاجک وایي “زه یو کال او دوه میاشتې په روسیه کې وم او هلته مې کار کاوه. هلته مې د انترنیت له لارې په افغانستان کې د داعش مشر وپیژاند او هغه زه جهاد ته راوبللم او ما هم ومنله.”

نصرالله وایي هغه د ټولنیزو شبکو له لارې د اسلامي دولت ډلې ته جذب شوی دی.

روسي چارواکي وایي دوی د داعش له لورې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو د وگړو د جلب او جذب په وجه سخت اندیښمن دي.

نصرالله نومی تاجکی وایي په افغانستان کې د داعش مشر ورته شل زره روسي روبل ورلیږلي وو او دی د اذربایجان له لارې ایران ته تللی و. د هغه په وینا ورته ویل شوي وو چې له ایران څخه د هوا له لارې کابل ته لاړ شي. هغه له کابل څخه کندز ته تللی او د هغه ځای نه تخار ته رسیدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست ویدیو:

د استخباراتي رپوټونو له مخې په افغانستان کې شاوخوا له دوه زرو څخه تر درې زرو پورې داعشیان فعال دي.

د بغلان ولایت د پولیسو مقامات وایي د یو تاجک جنگیالي په گډون دوه بهرنیان د پنجشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو سره په جگړه کې وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې داعش ته منسوب د منځني اسیا اوسیدونکي وروسته له هغې له پاکستان څخه کډه شول چې پاکستاني پوځ د افغانستان پولې ته څیرمه په قبائیلي سیمو عملیات وکړل.

دا په داسې حال کې دي چې د داعش اړوند یوې ټولنیزې شبکې د اگست په میاشت کې دوه عکسونه د ټویټ له لارې خپاره کړل چې ویل کیږي د پاکستان په شمال لویدیځ کې د زده کړو یو کمپ په کې ښکاري.

د یکشنبې په ورځ د ازبکستان داعشي جنگیالیو په زابل کې اوه افغان ملکي وگړي ووژل چې دوی څه دپاسه یوه میاشت مخکې د غزني په ولایت کې یرغمل کړي وو.

د ازبکانو، تاجکانو او چیچنیانو په گډون د مرکزي اسیا سخت دریځو وسله والو د طالبانو سره یوځای د سپتمبر په میاشت کې د لنډ وخت لپاره د کندز ښار ونیو. تیره میاشت رسنیو د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې د مشر الکساندر بورتینیکوف له خولې وویل چې په افغانستان کې میشت داعشیان د مرکزي اسیا امینت ته ستر گواښ رامنځ ته کړی دی.

تیره میاشت د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د مرکزي اسیا پنځو هیوادونو ته سفر وکړ چې د امریکایي چارواکو په وینا د خبرو عمده برخه یې امنیتي مسایل وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *