پر قيمتي ډبرو د کنترول د وسله والو طالبانو د عايداتي لاري د بندولو هځه کیږي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2015/11/3.jpg)
د کانونو وزارت ويلي: پر قيمتي ډبرو د کنترول د وسله والو طالبانو د عايداتي لاري د بندولو هځه کیږي
داودشاه صبا چي د قيمتي ډبرو په هکله په کنفرانس کي د گډون په موخه آستراليا ته سفر کړی ويلي يي دي افغان حکومت به ددي ډبرو د پلورلو رسمي بازارونو ته په مخه کولو سره له قاچاقو مخنيوی وکړي
افغان حکومت د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو د یوی برخی د له منخه وړلو هڅه کوي او د هغه مالي سرچینه د افغانستان د قیمتي ډبرو قاچاق ده
افغانستان د زمرودو لاجوردو او بیروج پرته ډيری نورې قیمتي ډبرې هم لري چې د هندوکش په څیر په غرونو کې شتون لري او تر زرګونه کلونو د افغانستان لپاره ښې مالي سرچینې ګرځیدلی شي.
د کانونو وزیر داود شاه صبا ویلي: افغانستان هر کال د قیمیتی ډبرو د قاچاق له امله سل میلیونه ډالره له لاسه ورکوي ددوی په وینا ترهګریزې ډلې د قیمتي ډبرو په قاچاق سره له یوی خوا حکومت ته زیان رسوي او له بلې خوا د خپلو فعالیتونو کچه لوړوي.
ښاغلي صبا ویلي د زمرودو قاچاقو مخنیوی آسانه نه دی خو کیدای شي چې د لارجوردو له قاچاقه چې کان یې د هیواد شمال په سرسنګ سیمه کې وشي دوی ویلي حکومت هڅه کوي ترڅو د دوه زره شپاړسم کال تر نیمایي په کابل ښار کې د لاجوردو یو بازار چې د حکومت تر څار لاندې به وي رامنځ ته کړي اوله دې بازارپرته به دا تولیدات د الماسو په څیر د نړۍ په نورو بازارونو کې غیر قانوني او تحریم وي.