د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. پولیس د بتکلان کنسرت هغه تالار ته ورننوتي، چې یو شمېر کسان پکې یرغمل شوي وو.

په دغه ځای کې ډېر کسان وژل شوي، چې ښايي شمېر یې تر سلو ډېر وي151114024003__86683781_05ed0bc6-5089-4374-8252-8f2ea5c0da95. لږ تر لږه دوه بریدګر په ډزو وژل شوي دي.

تر دې وړاندې دغه تالار ته یوه ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان ووژل. یو عیني شاهد بېن ګرانت د دې پېښې په وویل ” زه د رستورانت په وروستۍ برخه کې وم. ډېر څه مې ونه لیدل. یو مېز مو راکش کړ او ترې لاندې پټ شوو.

د فرانسې ولسمشر د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده.

په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

تر هغې پټ وو چې ډزې بندې شوې. کله چې له رستورانته راوتلو نو مړي مو تر پښو لاندې پراته وو. مېرمن مې نشو کولای چې پرې را تېره شي. یوه شېبه مو انتظار وکړ او بیا پولیسو را و ایستلو.”

په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

بلخوا، د فرانسې ملي لوبغالي سره هم ګڼې چاودنې شوې دي.

له بریدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او د هېواد پولې یې وتړلې.

ولسمشر په یوه تلویزوني وینا کې دغه برید په کلکو ټکو وغنده او وویل ولس د دغو بریدګرو پر ضد یو موټی ولاړ دی.

ولسمشر اولاند د فرانسې او جرمني تر منځ د فوټبال د سیالۍ ننداره کوله، چې ملي لوبغالي ته څېرمه د چاودنو غږ واورېدل شو. نوموړی سمدستي د حکومتي غبرګون د همغږۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ورغی.

نوموړي د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده.

په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل غبرګون کې د پاریس بریدونه د ولسي وګړو د وېرولو په موخه یوه ظالمانه کړنه وبلله. نوموړي ویلي، امریکا به په دې برخه کې له فرانسې سره تر خپله وسه هر راز مرسته وکړي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه، موږ په ښکاره وایو چې د ترهګرۍ او سخت دریځې پر ضد په دې جګړه کې د فرانسې د ولس تر څنګ ولاړ یوو. اوباما: موږ په ښکاره وایو چې د ترهګرۍ او سخت دریځې پر ضد په دې جګړه کې موږ د فرانسې ولس تر څنګ ولاړ یوو.

د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، چې د پاریس دې پېښې ټکان ورکړی او ژمنه یې کړې، چې برتانیا په دې تړاو له فرانسې سره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

د پاریس اوسېدونکو ته ویل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل هم ویلي، چې دغو بریدونو سخت ټکان ورکړی دی.

دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

لینکولو په اړه زموږ تګلاره

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *