د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۳ کال کې امریکا متحد ایالتونه دې ته اړ کړل، چې د اسد پر ضد د پوځي عملیاتو له سرته رسولو ډډه وکړي، او په ۲۰۱۴ کال کې روسیه د کریمیا ټاپوزمې ته ورغله او دغه سیمه یې یوځل بیا له روسیې سره یوځای کړه. خو د لوېدیځ له پلوه یې د یادولو وړ کوم خنډونه ونه لېدل.

بیخي په ډاګه ده، چې د رسنیو او تبلیغاتو په نړۍ کې د روسیې او د ولادیمیر پوتین لاس ډېر پیاوړی او بې سیاله دی. دغه خبره د امریکا د 394528اعلانونو او تبلیغاتو د یوه ستر اژانس مدیر رون توروسیان په The Observer کې په خپله خپره کړې مقاله کې کړې ده.

توروسیان لیکي: نن امریکا متحد ایالتونه د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې مخامختیا ته ښه چمتوالی نه لري. د ده له خوالې ماکیاوېلي نابغه د شطرنج لوبه په خاص مهارت کوي، په داسې حال کې چې واشنګټن یوازې د پچیس په لوبه ځان خوشالوي.

څه موده وړاندې د «مکین د بین المللي لیډرتوب انستیتوت» غړي ډېویډ کرایمر د روسیې پر RT ټلویزیوني شبکې د امریکایي بریدونو په چاپېر کې د راپورته شوي شورماشور په بهیر کې په Washington Post ورځپاڼه کې د داسې روسیې ضد مقالو خپرولو ته لاس واچاوه، چې له غوسې ډېرې ډکې وې. کرایمر په خپله یوه مقاله کې چې «د دې وخت راغلی، چې لوېدیځ د پوتین د تبلیغاتي ماشین په مخه کې ودریږي» تر سرلیک لاندې خپره شوې وه، د دې ملاتړ وکړ، چې د RT ټلویزیوني شبکې اکتیفونه کنګل کړي، خو په همدې ترڅ کې یې یوه ډېر مهم واقعیت ته پام نه وو، او هغه دا چې، دغه ټلویزیوني چینل د روسیې د دولت مالکیت نه دی. وروسته د RT ټلویزیوني شبکه د «روسیه نن» له اطلاعاتي اژانس سره ورڅخه ګډه وډه شوه، په داسې حال کې چې دغه اژانس له RT سره کوم تړلی جوړښت نه دی.

توروسیان په خپله تبصره کې زیاتوي: کرایمر هڅه کوي، چې د نېوکو غږ غلی کړي، د خرافاتو او ناپوهۍ په مرسته غواړي د دښمنۍ اور ته ببوزی ووهي. دئ ځان په دې نه ستړی کوي، چې د خپلو خبرو ریښتینوالی معلوم کړي، او دا په داسې حال کې چې د روسیې د RT په څير له یوه ډېر هوښیار مخاف سره په مخامختیا کې د د کېدونکو خبرو ریښتینوالی ډېر زیات ارزښت لري.

د RT سر چلوونکې مارګاریتې سیمونیان په خپله سرمقاله کې د همدې په غبرګون کې په خپل ډېر هوښیارانه ځواب کې ولیکل: «دې ته په کتو، چې د RT شتمني دولتي مالکیت نه دی، نو پر هغې د بندیز لګول به، له چتې وتلی ناقانوني کار وي. خو پر دې هم پوهیږو، چې د RT د غلي کولو او روسیې ته د مجازاتو د ورکولو په موخه هر ډول کړنې ته لاس اچول کېدای شي او دې ته نه ګوري، چې په دغه ډول کړنو پر حقایقو پښې اېښودل کیږي او قانون ماتیږي.سیمونیان په خپله سرمقاله کې زیاتوي: ډېره هېښوونکې خو دا ده، چې د RT پر فعالیت د بندیز لګولو بلنې ډېر وخت هغه څوک ورکوي، چې د دیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ لاپې وهي. اوس همدغه وګړي غواړي چې د خپل فکر مخالف نادر غږ، چې د دوی له تبلیغي کړنلارې سره په ټکر کې دی، غلی کړي.

رون توروسیان امریکا متحدو ایالتونو ته د دغه هېواد د اساسي قاونون په لومړۍ ماده کې راوستل شوې زیاتونې ور په یادوي او ورته وایي، چې دغه ډول خبرې لکه « دا د روسیې د تبلیغاتو لاس دی، او دا په انګلسي ژبه د پوتین د حکومت ډنډورچي دی»، د امریکا د اساسي قانون له یادې شوې مادې سره په ټکر کې دي.

اندریو لېک، هغه مهال چې د امریکا د بهرنیو خپرونو د چارو د شورا (BBG) مشر و، له New York Times ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه خبره وکړه:

« نن موږ د Russia Today په څیر د سازمانونو له پلوه له یو شمېر ګواښونو سره مخامخ شوي یو. دغه ټلویزیوني چینل او همدارنګه په منځني ختیځ کې «اسلامي دولت» او د «بوکو حرام» په څیر ډلې ټپلې د خپل لید او د خپلو مفکورو پر خپرولو بوخت دي».

رون توروسیان په خپله تبصره کې زیاتوي: له داعش سره، چې خلکو ته د شکنجو په ورکولو، د جنسي تېریو د مراسمو په ښودلو، د عیسویانو په تصلیبولو او له دښمنانو د سرونو په پرې کولو نوم لري، د روسیې د تبلیغاتو پرتله کول لږ تر لږه ناځواني ده. دا بې مسؤلیته او ناسنجېدلی کار دی، سربېره پر همدې دغه کړنې دا په ډاګه کوي، چې امریکا د بهرني سیاست د هغو ګواښونو په وړاندې مبارزې ته نه ده چمتو، چې روسیه یې د امریکا په وړاندې راپیدا کوي.

د پوتین تبلیغاتي موټر د سیالۍ د لارې په ټولو برخو کې تر امریکایي تبلیغاتي موټر دمخه دی، پر امریکایي رسنیو او پر عادي امریکایانو اغېز لري. هغه رسنۍ، چې د کرېملن په مالي لګښت کار کوي، د پېښو په تړاو د روسیې لید د انټرنېټ او په مانهېټن کې د اعلانونو د لیک دړو له لارې د امریکا خلکو ته رسوي. او د عراق، سوریې او اوکرایین په تړاو د امریکا متحدو ایالتونو د سیاست په وړاندې د امریکایانو پر فکرونو اغېز کوي.

ډېر ساده او انکار نه منونکی واقعیت به راوړو. ولادیمیر پوتین په ډېر لوړ مهارت له نړیوالو رسنیو استفاده وکړه او په نتېجه کې په پرله پسې ډول د دریم ځل لپاره هم د Forbes مجلې د نظر پوښتنې د پایلو په نوملړ کې د نړۍ لومړۍ درجه اغېزمن سړی وخوت. په داسې حال کې، چې برک اوباما خپله توره ښوروي، روسیه ټانکونه او جنګي الوتکې کاروي.

رون توروسیان د خپلې تبصرې په پای کې لیکي: د امریکا پاچا — لوڅ لغړ دی، خو پوتین ټټر لوڅ کړی او پر آس سپور ځغلي. توروسیان په پای کې د دې هیله څرګندوي، چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به د تبلیغاتو د نوو ارونو په تړاو ښاییدوکې پوهه او تصورات ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *