د فرانسي په پلازمينه پاريس کي د تيري شپي له خونړيو بريدونو وروسته په دي هيواد کي بيړنۍ حالت اعلان شوی او ټوليز مرکزونه تړل شوي دي

د فرانسوي رسنيو د ريپوتونو له مخي د تيري شپي په بريدونو کي ۱n2985775-4647448۲۰ کسان وژل شوي او د ۲۰۰ په شاوخوا کي ټپيان دي   ځيني نوري رسني بيا د پاريس په دي بسياري پيښه کي د وژل شويو کسانو شميره له ۱۵۰ ديره ښيي

د پاریس په وخت تیره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې ددې ښار په شپږو سیمو کې همغږي او پر یوه مهال بریدونه پیل شول. له دې بریدونو څخه یو یې د پاریس ملي لوبغالي ترڅنګ چې پکې د فرانسې او آلمان فوټبال لوبډلو لوبه روانه وه تر سره شوی دی. ویل شوي چې دا ځآنمرګی برید وو او له امله یې پنځه دیرش کسان وژل شوي دي. له دې تر ټولو خونړۍ برید د باتاکلان د سندرو په مرکز کې تر سره شوی دی. دا پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې وسله وال کسان دې مرکز ته په ننوتلو سره پر لیدونکو ډزې پیل کړې او ځینې خبري سرچیني وایی چې په دې صالون کې هم ځانمرګی برید تر سره شوی دی.

د فرانسې خبري آژآنس ویلي چې په دې پیښه کې د سلو په شاوخوا کې کسان وژل شوي دي. د یوه هوتل او شراب پلورنځي په ګډون د فرانسې په څلورو نورو سیمو کې هم بریدونه تر سره شوي. د فرانسې خبري آژانس به دې پیښو کې د وژل شویو کسانو شمیره یوسل شل کسان بولي وایي چې له دوه سوه دیر نور ټپیان شوي چې له دوی څخه د اتیا کسانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ دی. خو ځینې رسنۍ بیا په دې پیښه د وژل شویو کسانو شمیره له یو سل پنځوسو لوړه بولي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند په فرانسه کې دا تر ټولو بدترینه ترهګریز بریدونه ښودلي او غندلي یې دي. ده په خپلو ټلویزیوني خبرو کې فرانسویان صبر او یوالي ته را وبلل او ډاډ یې ورکړل چې فرانسویان له ځان د دفاع وړتیا لري. ده د پیښې له یوې سیمې د لیدنې پر مهال وویل: یو شمیر ځناورو په پاریس کې دا بریدونه په لاره اچولي ترڅو ډيری کسان قرباني کړي.

فرانسوا اولاند/ ” له لومړي وزیر سره د کورنیو او عدلیی وزیران او ښاروال دلته راغلي یو تر څو ددې پیښې بیلا بیلو اړخونه وڅیړو دا بدې پیښې دیو شمیر وحشي کسانو له لوري تر سره شوي ترڅو ډيری کسان قرباني کړي زه د قربانیانو له کورنیو سره په ویر کې ځان ګډ بولم.”

یو شمیر خبري سرچینو خبر ورکړی چې ددې برید مسولیت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخستی او دا یې د فرانسې د سپتمبر یولسمې پیښه ښودلې ده. له دې بریدونو وروسته د فرانسې ولسمشر په خپل هیواد کې بیرنۍ حالت او د پولو تړلو اعلان کړی دی. په پاریس کې ټول عمومي مرکزونه نن تړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *