فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ويلي دغه بريدونه چې نژدې ۱۳۰ کسان په کې و وژل شول “اسلامي دولت ډلې ترسره کړي او دا د جګړې اعلان دی.”

دی وايي “دا بريدونه له هېواده بهر تنظیم شوي او د فرانسې د ننه همکاري ورسره وه.”

د نومبر پر ۱۳abo_bakr_lbaghdadiمه، د فرانسې پلازمېنې پاریس په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان ووژل شول.

”اسلامي دولت” ډلې په یوه ویناپاڼه کې د پاریس بریدونو پړه منلې ده.

دغې ډلې پخپلې خبرپاڼې کې ویلي، ددغه برید لپاره دوی وړاندې هدف ټاکلی و، چې وايي ”موږ اتو وروڼو پر ځان پورې تړل شوي واسکټونه د خلکو په ګڼې ګوڼې کې وچوول. فرانسه او هغه کسان، چې ملګري یې دي، پوهېږي چې دوی لاهم د ”اسلامي دولت” د هدف په سر کې دي”.

خو په جهادي چارو کې فعال او څېړونکی چارلي وینټر وايي، ‘اسلامي دولت’ پر خپلې ‘الحیاة’ ورځپاڼې د شنبې ورځې په ګڼه کې ددغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

په دغو بریدونو کې لږترلږه ۱۲۸ کسان وژل شوي. رپوټونه وايي، لږ تر لږه اته بریدګر هم په ډزو وژل شوي دي.

فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او فرانسې خپلې پولې تړلې دي.

”اسلامي دولت” په یوې وېډیو کې، چې د ثبتېدو نېټه یې کره نه ده ګواښ کړی، که چېرې فرانسه ددغې ډلې د وسله والو پرضد له بمباریو لاس وانخلي، نو دوی به پر فرانسې بریدونه وکړي.

غبرګونونه

   د افغانستان ولسمشر دغه بریدونه ‘وېروونکی جنایت’ بللی دی. محمد اشرف غني وايي، په نړۍ کې ترهګریز بریدونه نه بخښل کېدونکي جنایتونه دي چې په ګرده نړۍ کې بې ګناه خلک په نښه کوي.

   د ترکیې د لومړي وزیر دفتر د پاریس بریدونه د انسانیت ضد یو جرم بللی، چې وايي فرانسویانو ته د زړه له تله غمشریکي وایو.

   د ایران ولسمشر حسن روحاني هم دا بریدونه غندلي او د فرانسې له حکومت او ولس سره یې خپله غمشریکي ښوولې ده.

   د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د پاریس له بریدونو وروسوته بېړنی غونډه کړې.

   د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د پاریس بریدونو د سوري شخړې په تړاو ویانا کې د شنبې ورځې پر نړیوالو خبرو اغېز کړی.

   د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل وايي، هېواد یې له فرانسې سره د اروپايي ارزښتونو او د سخت دریځو د بریدونو د مخنیوي لپاره اوږه په اوږه ولاړ دی.

   واتیکان د ”لېوني ترهګریز تاوتریخوالي” پرضد د پرېکنده غبرګون ښوولو غږ کړی.

رپوټونه وايي، د پاریس مرکز کې دو فرانس ته څېرمه پر خوړنځيو ځانمرګي بریدونه شوي او بیا نښته شوې ده.

د فرانسې لوی څارنوال ویلي، په بریدونو کې لږترلږه اته سخت دریځي هم وژل شوي، چې په وینا یې ”اوه پکې ځانمرګي برید کوونکي دي.”

فرانس پرېس ویلي، د فرانسې بریدونو کې تر اوسه لږترلږه د ۱۲۸ کسانو وژل کېدل تایید شوي، او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې د ۸۰ ټپونه د اندېښنې وړ ګڼل شوي.

وسله والو د بتکلان کنسرت تالار کې د پولیسو له رسېدا وړاندې ګڼ کسان یرغمل کړي وو.

تر دې وړاندې دغه تالار ته یوه ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان ووژل. یو عیني شاهد بېن ګرانت د دې پېښې په وویل ” زه د رستورانت په وروستۍ برخه کې وم. ډېر څه مې ونه لیدل. یو مېز مو راکش کړ او ترې لاندې پټ شوو. د فرانسې ولسمشر د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده. په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

تر هغې پټ وو چې ډزې بندې شوې. کله چې له رستورانته راوتلو نو مړي مو تر پښو لاندې پراته وو. مېرمن مې نشو کولای چې پرې را تېره شي. یوه شېبه مو انتظار وکړ او بیا پولیسو را و ایستلو.” په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *