تر اوسه د زلزلې له امله په سملاسي ډول د ويجاړيو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړای شوي

د رېختر په کچه اووه درجې زلزلې د جاپان سویل لويديځې سمندر غاړې ولړزولې او د څونامي د وړو څپو لامل شوه.

د جاپا151114063007_sp_tokyo_earthquake_tsunami_640x360_afp_nocreditن د هوا پېژندنې ادارې ويلي زلزله د کاګوشيما رياست په يوې برخې کې د ۳۰ سانتي متر يا يو فوټ څونامي لامل شوې.

تر اوسه د زلزلې له امله په سملاسي ډول د ويجاړيو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړای شوي.

د څونامي خبرداری د کاګوشيما او ساتڅونان په ټاپوګانو کې ورکړای شوی و، چې وروسته بېرته لرې شو.

د ځمک پېژندنې اداره وايي زلزله کابو لس کليومتره لاندې شوې ده.

د امريکا د ځمک پېژندنې اداره وايي د زلزلې مرکز له پلازمېنې ۱۵۹ کيلومتره لرې په سويل لويديځ کې د ماکورازاکي په سيمه کې و.

په ۲۰۱۱ کال کې يوې زورورې زلزلې چې د څونامي لامل شوه په شمال ختيځ جاپان کې له ۱۸۰۰۰ زيات کسان مړه کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *