د فرانسې په تروریستي بریدونو کې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي058954.د فرانسې په تروریستي بریدونو کې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې، داعش، ادعا کړې ده چې په فرانسې کې د شنبې د شپې بریدونه دوی کړي.

د پاریس د ښار په شپږو بېلابېلو سیمو کې او پرلپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۲۷ تنه ووژل شوي دي.

برید کوونکو اتوماتیکې وسلې او په ځانمرګو بریدونو کې کارېدوونکي واسکټونه استعمال کړي دي.

ویل کیږي چې په بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل دي.

د داعش اورپکې ډلې نن په یوې اعلاميې ویلي چې دا بریدونه يې د هغو هوايي بمباریو په ځواب کې کړي دي چې د دغې ډلې پر ضد کیږي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې دا بریدونه له فرانسې د باندې پلان شوي وو او ويې ویل چې فرانسه به پر دغه بربریت لاس برې کیږي.

ښاغلي اولاند د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف دا بریدونه دردونکی جنایت بللی دی.

جمهوررئیس غني ویلي، نړیواله ترهګري په ټوله نړۍ کې نه بخښونکو جنایتونو او د خلکو بې رحمانه وژنې ته دوام ورکوي او د پاریس د خلکو بې رحمانه وژنه دا ښیي، چې ترهګر سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمنان دي.

د جمهوري ریاست په اعلامي کې ویل شوي ” د افغانستان خلک له زیاتو کلونو راهیسې له بل هر هېواد څخهزیات د ترهګري قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد احساسوي او د قربانیانو کورنیو سره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولي. په دغه لیک کې راځي، چې د افغانستان خلک په دغه سخته ورځ د فرانسې د خلکو ترڅنګ ولاړ دي”.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د شنبې په ورځ په کابل کې د فرانسې سفارت لاړ او د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب یې د پاریس د تیرې ورځې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

اجرائیه رئیس ویلي چې ترورستان سرحد، قوم او دین نه لري تل د ویري د اچولو په لټه کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *