امریکا د داعش پر وسله وال هوايي برید کړی
‘جهادي جان’ په هره ويډیو کې داسې حال کې لیدل کېده، چې تور رنګه کالي یې اغوستل او په یوه تور رنګه ټوکر یې نیم مخ پټاوه
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي، په یوه هوايي برید کې یې د اسلامي دولت نومي ډلې بریتانوی غړی په نښه کړی، چې په ”جهادي جان” مشهور دی.
پر محمد ایموازي، چې کویت کې زيږېدلی او بریتانوی سخت دریځی وسله وال دی، د سوریې الرقه ښار ته نژدې برید شوی دی.
له هغه وروسته چې محمد ایموزي په ویډیويي کلیپونو کې داسې حال کې ولیدل شو، چې له لوېدیځوالو تښتول شویو کسانو یې سرونه پرې کول، د هغه موندلو لپاره یو پراخ لټون پیل شو.
پینټاګان وايي دوی تر اوسه د هغه برید پایلو په ‘ ازرونه ‘ بوخت دي، چې د پنجشنبې په ورځ وشو.
د پینټاګان مطبوعاتي سکرتر پېټرکوک وايي دوی به ‘ په مناسب ‘ وخت دې لړ کې نور معلومات وړاندې کړي.
نوموړی وروستیو ویډیويي کلیپونو کې داسې حال کې لیدل شوی و، چې له امریکايي خبریال، سټېفن سوتلوف، بریتانوي مرستندویه کارکونکي، ډېوېډ هاینس، بریتانوي ټیکسي چلونکي الن هینینګ او امریکايي مرستندویه فعال عبدالرحمان کاسیج، چې په پېټر هم مشهور و، نه یې سرونه غوڅول.
نوموړی په هره ويډیو کې داسې حال کې لیدل کېده، چې تور رنګه کالي یې اغوستل او په یوه تور رنګه ټوکر یې نیم مخ پټاوه.