د چین د پوځ د لوی درستیز مرستیال د دوه اړخیزو پوځي اړیکو د غښتلتیا په هدف پاکستان ته سفر كړى دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې جنرال چانگلونگ نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېدimages__stories__122010__rahelsharif-1.

هغه د سفر په لومړیو شېبو کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره هم ولیدل او پر يو شمېر موضوعاتو یې رڼا واچوله.

جنرال چانګلونګ داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې دواړه هېوادونه په پاکستان کې د چینايي کارګرانو او وګړو د ساتنې په هدف له ۱۰ تر ۲۵ زرو سرتېرو پورې د یو ګډ امنیتي ځواک په جوړولو صلاح شوي او کار یې پرې پيل کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *