کوردي جنګياليو د عراق سټراټيژيک ښار، سنجار کنټرول بېرته تر ګوتو کړی، چې له تېر کال راهيسې د اسلامي دولت په نامه ډلې ولکه کې و.

د کوردانو مشر مسعود بارزاني له دغه ښار سره نژدې يوه وينا کې ويلي “دلته راغلی يم چې د سنجار ازادولو151113133910_sinjar_iraq_640x360_reuters_nocredit اعلان وکړم”.

کوردي پېشمرګه ځواکونه د سړکونو منځ کې پلي روان وو، چې د سړکغاړې له ناچاودېدلو بمونو ډډه وکړي.

تېر کال چې کله د اسلامي دولت اورپکو پر سنجار ولکه وکړه، د دغه ښارګوټی زرګونه ايزيدي اوسېدونکي يې ووژل او يا مريتوب ته اړ ايستل.

د دې ښار بېرته نيولو عملياتو کې ۷۵۰۰ کوردي ځواکونه ګډون لري، چې ايزيدي ملېشې او د ترکيې کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) ياغيان يې هم ملاتړ کوي.

پر همدې مهال پلازمېنه بغداد کې يو ځانمرګي بريد کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

بريدګر د بغداد جنوب لوېديځ کې د شيعه ملېشو د يوه غړي جنازه په نښه کړې وه، چې ۴۰ تنه نور يې هم په کې ټپيان کړي دي.

دغه راز د عراق پوځ هم ويلي چې د اسلامي دولت له ولکې يې د بغداد لوېديځ رمادي ښار بېرته نيولو عمليات پيل کړي، که څه هم ځايي سرچينې وايي د ښار پر لور پرمختګ لا نه دی پيل شوی.

د سنجار بيا نيولو عمليات د پنجشنبې پر ورځ پيل شول، چې د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو هوايي بريدونو ملاتړ هم ورسره ملګری و.

کوردي او ايزيدي ځواکونه وروسته له هغه پر ښار ورمات شول، چې د ائتلاف جنګي الوتکو د اسلامي دولت پر مورچلو، د قوماندې او کنټرول پر ودانيو او هم د وسلو پر زېرمو بمونه وغورځول.

په څو ساعتونو کې دوی په برياليتوب سره هغه لويه لاره وتړله، چې د اسلامي دولت ترکنټرول لاندې موصل له ختيځ او هم لوېديځ لور سوريه کې د دوی له مرکز رقې سره نښلوي، او شاوخوا کې يې د دريو کليو امنيت خوندي کړ.

کوردان اټکل کوي چې د عملياتو له پيل مخکې سنجار کې د اسلامي دولت نومې ډلې نژدې ۶۰۰ اورپکي وو، خو ائتلاف وايي باور کوي د پنجشنبې هوايي بمباريو کې يې له ۶۰ تر ۷۰ پورې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *