د سوريي بهرنيو چارو وزارت دي هيواد ته د امريکايي سرتيرو د استولو پلان غندلی او دايي د نړيوالو قوانينو پر خلاف گام ښودلی دی

بله خوا د ويانا راتلونکې ناستې په هکله د ايران ولسمشر ويلي يو شمير کړۍ ددې خبرو د ناکامولو هځې کوي

د سوریې بهرنیو چارو مرستیال وزیر فی354461صل مقداد، له یوې چینایي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، سوریې ته د امریکایي ځواکونو په تړاو د واشنګټن پریکړې په هکله ویلي: سوریې ته د امریکایي سرتیرو استول پر سوریه تیری او د نړیوالو قوانینو پر خلاف کار دی. امریکایي چارواکیو تیره میاشت اعلان وکړ چې د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو د روزنې لپاره به خپل یو شمیر روزنکي او سرتیري سوریې ته استوي. خو د سوریې بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلي: د امریکا دا پریکړه د دمشق لپاره د منلو او زغملو وړ نه ده.

فيصل مقداد/ ” دا به د سوریی پر ځمکنۍ پشپړتیا تیری وي. د نړی هر هیواد ته د دولت له خوښې پرته د سرتیرو استول د نریووالو او ملګرو ملتونو د قوانینو پر خلاف دي زمونږ په آند د امریکا دا کار په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.”

فیصل مقداد په سوریه کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر مرکزونو د سوریې له بریدونو په ستایلو سره ویلي، دا عملیات ګټور وو او له بیلا بیلو اړخونو یې ترهګرو ته ډیر زیان اړولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *